اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د ګاز طلب ٬ رسد او مصرف كوٶنكو له د ګاز وركړې پحقله د لا كوټلې منصوبه بندۍ كولو امر كړې ٬ د اېس اېن جي پي اېل او د اېس اېس جي سي لخوا د ګاز طلب پحقله اندازه لګولو كښې د نااهلۍ په څرګندونه او د كمپرېسرز په حقله د معلوماتو پټو ساتلو سخت نوټس اخستو سره د دواړو ادارو د مېنجنګ ډائرېكټرز په ضد په سمدستي توګه د پلټنو كولو امر كړې ٬ د پټروليم وزير ته دا كاروائي په راتلونكو 72 ساعتو كښې د بشپړولو سره د راپور وړاندې كولو امر شوې۔ وزيراعظم دا احكامات د شورو په ورځ هېواد كښې د ګاز وركړې په لړ كښې د پېدا شوي بحران پحقله د لوړې كچې غونډه مشرۍ كولو په مهال كړي۔ په غونډه كښې د وفاقي كابينې غړو اسد عمر، غلام سرور خان، عمر ایوب، د وزیرِاعظم خاص مرستيال افتخار دراني، انرژۍ لپاره د ټاسك فورس چیئرمېن ندیم بابر، وفاقي سېكترانو او نورو چارواكو ګډون وكړو۔ د غونډې په مهال د پټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان وزیرِاعظم ته د ګاز په صورتحال او په بحران تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وزیرِاعظم ته ووئيل شول د ګاز د اوسني بحران ذمه واري په بنيادي توګه د اېس اېن جي پي اېل او د اېس اېس جي سي جوړېږي ځكه چې ھغوي نه يوازې حكومت څخه د ځينې ګاز كمپرېسرز پلانټس خرابۍ پحقله معلومات پټ ساتلي بلكې د دسمبر په مياشت كښې ئې د ګاز طلب پحقله په اندازه لګولو كښې د بې غورۍ او نااهلۍ څرګندونه كړې ده ۔ هېواد كښې د ځائي ګاز پېداوار صورتحال پحقله غونډې ته ووئيل شول اوس مهال سوئيل كښې د ګاز فېلډز ټول پېداوار 1200 اېم اېم سي اېف ډي دے كوم چې د تېر كال په مقابل كښې 80 اېم اېم سي اېف ډي كم دے دغسې شمال كښې كنړپسكاي او ګېمبټ فليډ كښې د ګاز پېداوار كښې 50 اېم اېم سي اېف ډي كمې راغلې ٬ غونِِډې ته ووئېل شول سوئيل كښې د ګاز پېداوار كښې د كمي له امله د كراچۍ مصرف كوٶنكو ته د ګاز په وركولو كښې ستونزې رامخې ته شوې او دغسې نوابشاه او سارن كښې د ګاز كمرپرېسرز خرابۍ له امله د هېواد شمال كښې د ګاز د كمي ګيلې رامخې ته شوې۔ وزیرِاعظم ته ووئيل شول نه خو د اېس اېن جي پي اېل لخوا دسمبر كښې د ګاز طلب پحقله د حقائقو نه خبر كړې شو او نه د اېس اېس جي سي لخوا د ګاز كمپرېسرز خرابۍ پحقله حكومت ته په وخت اطلاع وركړې شوې ۔ وزیرِاعظم اېس اېن جي پي اېل او د اېس اېس جي سي لخوا د نااهلۍ په څرګندونه او د كمپرېسرز پحقله معلومات پټ ساتلو نوټس اخستو سره د دواړو ادارو مېنجنګ ډائرېكټرز په ضد د پلټنو كولو امر كولو سره د پټروليم وزير ته امر كړې چې دا كاروائي په راتلونكو 72 ساعتو كښې د بشپړولو سره د راپور غوښتې دے۔ د ګاز په صورتحال قابو موندلو په اړه د اقداماتو پحقله وزیرِاعظم ته ووئيل
متعلقہ مضامین
-
Qadri proposes PM Khan to mark ‘Int’l Hijab Day’ on March 8
-
Lahore police observe 5th anniversary of martyrs of Mall Road tragedy
-
People in IIOJK living a hellish life under shadow of war: APHC
-
Qadri proposes PM Khan to mark ‘Int’l Hijab Day’ on March 8
-
CPNE slams use of unethical language in name of journalism
-
Alvi suggests 10 valuable books for readers in 2022
-
Rumours of Imran Khan, Bushra Bibi’s separation dispelled
-
Partly cloudy weather forecast for KP
-
Shaheen gets Valentine’s Day gift: “Thankyou my love”
-
COVID-19 claims 12 more lives, 49 new infections in RWP
-
Opposition makes futile efforts: Sheikh Rashid
-
Shipping activity at Port Qasim