پیښور 14 نومبر (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان وئېلي دي افغانستان نه يوازې زمونږ ګاونډي اسلامي ملګرے هېواد دے بلكې زمونږ په خاص توګه د خېبرپښتونخوا او افغانستان روايات او كلتور يو بل سره مطابقت لري ٬ هم دغه وجه ده چې زمونږ د صوبې وګړي د افغانستان اولس سره نزدې ملګرتيا او خواخوږي لري٬د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پاكستان كښې د افغانستان سفير عمر زاخيلوال سره د پیښور په ګورنر هاؤس كښې د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔د ملاقات په مهال افغانستان او خېبرپښتونخوا صوبه كښې په بېلو څانګو كښې شريكې مرستې ته د ودې وركولو پشمول په امنيتي چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل پښتون قام يو تاريخ لري٬او پښتون قام د پاكستان او افغانستان د دواړو هېوادونو اثاثه ده٬دواړه هېوادونه آزاد او خپلواكه دي٬ ده ووئېل مونږ د يو قام په حېث د خپل رواياتو او اقدارو له مخې په پريكړو كښې د جرګې نظام اهميت نظرانداز كولې نشو۔ ده ووئېل په جرګه كښې د مشرانو رائے او پريكړو ته د قدر په سترګه كتلې شي او بايد مونږ د جرګې رواياتو څخه استفاده وكړو۔د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو او په خاص توګه د خېبرپښتونخوا صوبې او افغانستان ترمينځه رابطو او اړيكو ته د لا ودې وركولو لپاره بېلو وړاندېزونوو ته سلا هم راغله
متعلقہ مضامین
-
Quddus to inaugurate reconstructed Mir Ghaus Bakhsh Bizenjo football stadium at Gwadar
-
Foreign climbers reach K2 base camp to attempt winter summit
-
Kharian-Rawalpindi Motorway to open new avenues of development: Fawad
-
Kharian-Rawalpindi Motorway to open new avenues of development: Fawad
-
Imam questions silence of world community on IIOJ&K situation
-
Foreign climbers reach K2 base camp to attempt winter summit
-
PMC grants 10-day window for dental colleges’ admissions
-
Senate defeat another lesson for opposition to learn: Sheikh
-
Not Gilani but PPP top leaders should have resigned: Fawad
-
SC suspends LHC order
-
Senate uncertainty ends as Bilawal refuses Gilani’s resignation
-
Corona SOPs violators to face stern action in Nawabshah