اسلام آباد 10 نومبر(اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې زمونږ وسله وال ځواكونو د وظيفه اي صلاحيتونو په سبب په ټوله نړۍ كښې ځانګړې مقام لري٬ د ترهګرې په ضد جنګ پشمول د قدرتي آفتونو په مهال د پاكستاني ځواكونو كردار د ستائنې وړ دے۔ ده دا خبرې د پاكستان نېول وار كالج كمانډنټ اېډمرل نويد احمد رضوي سره د ملاقات په مهال وكړې۔ د ملاقات په مهال د پاك بحريه پشمول د هېواد د سلامتيا په چارو تفصيلي خبرې وشوې۔ سپيكر ووئيل چې پاكستان په خپلو وسله والو ځواكونو فخر كوي۔ زمونږ بحري پوځ د دښمن د هر ډول حربې د خلې ماتې ځواب وركولو پوره صلاحيت لري۔ ده ووئيل چې د ترهګرې په ضد جنګ كښې زمونږ د وسله والو ځواكونو او اولس قربانې نه شي هېرول كېدے۔ مونږ په دې خبره فخر كوو چې زمونږ د هېواد دفاع په مضبوطو لاسونو كښې ده او په سبب ئې زمونږ پولې محفوظې دي۔ ده ووئيل چې نړۍ زمونږ د وسله والو ځواكونو د صلاحيتونو ستائنه كوي۔ زمونږ ځواكونو د سختو حالاتو مقابلې لپاره تل تيار وي۔ ده ووئيل چې د پاكستان رغونې او پرمختګ لپاره به ټولو رياستي او قومي ادارو ته په ګډه كار كول وي۔
متعلقہ مضامین
-
Two die, 15 injured in Bolan accident
-
Two die, 15 injured in Bolan accident
-
13 filling stations sealed for profiteering
-
PPP minister, bureaucrats appear in NAB court
-
Sindh govt approves 375 jobs under deceased quota
-
Free medicines, insulin available at Hyderabad’s five major hospitals
-
Covid-19: three more Pindi colleges sealed
-
India bent on changing IIOJK into Hindu majority state: JKNF
-
Senate refers three government bills to committee
-
Minister urges for strict observance of Corona SOPs at KP schools
-
Minister urges for strict observance of Corona SOPs at KP schools
-
Saudi interior minister to visit Pakistan on Feb 7