اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون دوهمې وزيرې زرتاج ګل وئيلي دي چې د پنجاب واكمنو د قبضه ګرو څخه د 300 اربه روپو ماليت نه زياته سركاري زمكه راخلاصه كړې ده٬ وزيراعظم به ډېر زر د پنجاب بې كوره خلقو لپاره د شلټر هوم پرانسته وكړي٬ د پارلماني غړو بهر هېوادونو كښې په درملنې بندېز سم دے۔ د جمعې په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې دې ووئيل د پنجاب د حكومت كاركردګي سمه ده په تېرو دوه مياشتو كښې د پنجاب واكمنو قبضه ګرو څخه د 300 اربه روپو ماليت نه زياته سركاري زمكه راخلاصه كړې ده۔ دې ووئيل وزيراعظم به ډېر زر لاهور ته ځي او د پنجاب د واكمنو د كاركردګۍ به لا جاج اخلي او د ټاكنو په مهال چې ئې كوم لوظ د پنجاب بې كوره كسانو سره كړې ٶ ھغوي لپاره به د شېلټر وركولو پرانسته كوي۔ دې ووئيل آصف علي زرداري په ايوان كښې وئيلي ٶ چې عمران خان قدم راواخله مونږ درسره يو ٬ د اسلام آباد پشمول د هېواد په نورو ښارونو كښې د دهرنے په مهال د خلقو په ناحقه وينه وبخښوه٬ حکومت علماء ومنله چې په سوب ئې دهرنا ختمه شوه چې مونږ په دې د وزیراعظم مننه كوٶ۔ د يوې پوښتنې په ځواب زرتاج ګل ووئيل وزیراعظم د پارلماني غړو بهر هېوادونو كښې په درملنې چې كوم بندېز لګولې ھعه سم دے٬ كه څوك
متعلقہ مضامین
-
JALA establishes linkages with various stakeholders in Justice Sectors: Senate informed
-
PM to undertake one day visit to Bahawalpur
-
Govt terms Nawaz’s medical report ‘fake’
-
304 people die in road accidents in Jan: Dr Rizwan
-
Mechanism being devised to compensate fire victims: minister
-
New CJP vows to clear backlog of cases at SC
-
Govt working hard to resolve problems of backward areas
-
PM stresses representation of women, youth for effective local body system
-
Higher education among top priorities of KP govt: Mahmood Khan
-
9 drugs peddlers arrested; cache of drugs recovered
-
Govt to set up Quran Mahal for protecting sacred papers: SACM
-
Sacrifices of Kashmiris will never go to waste: Mushaal