اسلام آباد ۔ 11 اکتوبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي پاكستان منطقه كښې د وسلې زغل نه غواړي او د دغې په ضد دے۔ زمونږ خارجه پالېسي هېڅ ابهام نه لري۔ هند سره د اړيكو په لړ كښې د كومې خفيه پاليسي نه كار نه اخلو ۔ هند خبرو اترو نه په شا شوے۔ په سي پېك پروژې ته بيا كتنه نه كېږي ۔ موجوده حكومت كښې امريكې سره رابطې زياتې شوي ۔ په ميډيا كوم بندېز نشته۔ پاكستان په آزادۍ د رائې څرګندونه مهمه ګڼي۔ د افغان ستونزې كوم پوځي حل ممكن نه دے۔ افغانستان كښې امن راوستو له هڅې د ټولو شريكه ذمه واري ده۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل پاكستان منطقه كښې د وسلې زغل په ضد دے۔ هند ته وسله وركوؤنكي هېوادونه دې د منطقې استحكام عدم توازن سره نه مخ كول باوري كړي۔ ده ووئيل د منطقې اولس سوكالۍ له بشري او اقتصادي پرمختګ ته اړتيا ده۔ وياند ووئيل پاكستان د كوم هم جارحيت په زړه پورې ځواب وركولې شي۔ وياند د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل وزیراعظم عمران خان په ټولو د حل وړ معاملو خبرو اترو كولو له هند ته خط ليكلې ؤ او نوي ډيلي په نيو يارك كښې د دواړو هېوادونو خارجه وزيرانو ترمينځھ ملاقات له خوښي هم ښكاره كړې وه ولې وروستو هند دغې څخه په شا شو۔ وياند ووئيل د انصاف په نړيوال عدالت كښې به د كلبھوشن ياديو د كېس اورېدنه د راروان كال فرورۍ مياشتې 18 مې نېټې څخه تر 21 مې نېټې كولې شي۔ نوې اټارني جنل به د كېس پېروي او نوموړې وكيل خاور قرېشي به وكالت كوي۔ د سي پېك په اړه وياند ووئيل سي پېك پروژې ته بيا كومه كتنه نه كېږي۔ په دې حقله د وزيراعظم بيان د سياق او سباق نه لرې وړاندې كړې شوې ۔ افغانستان لپاره د امريكې خاص استازي زلمے خليل زاد د پاكستان دورې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ده خارجه سېكتر سره د پلاويو په كچه خبرې كړې او خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره ئې هم ملاقات كړے۔ په دې مهال دواړه لارښود افغانستان كښې د امن او استحكام شريكو مقاصدو ترلاسه كولو له په ګډه كار كولو ته صلا شوي۔ وياند ووئيل افغانستان كښې امن راوستل د ټولو هېوادونو شريكه ذمه واري ده۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل پاكستان كښې د اېن جي اوز په كار هېڅ بندېز نشته۔ پاكستان په تېرو ورځو كښې د 141 نړيوالو اېن جي اوز د معاملو جاج اخستې۔ په دې كښې 74 اېن جي اوز ته د كار كولو اجازه وركړې شوې۔ د سعودي عربستان سي پېك كښی د همكارۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل په دې لړ كښې خبره شوې ولې حتمي چارې لا پاتې دي۔ پاكستان كښې په ميډيا د بندېز په اړه ده ووئيل پاكستان د آزادۍ سره څرګندونو ته زيات اهميت وركوي۔ دا مهال پاكستان كښې 100 نه زيات الېكټران او پرنټ اؤټ لېټ فعال
متعلقہ مضامین
-
SC adjourns hearing of Ishaq Dar’s Senate notification case
-
Prices of essential commodities on downward trend: Fawad
-
DG UMT meets Afghan higher education minister
-
IGP takes notice of illegal detention, death of citizen in Jhelum
-
Accountability process to stay continued, says Zartaj Gul
-
Safe City Project for Peshawar underway: Mahmood
-
689 LG candidates flexing muscles for 66 tehsil seats in KP
-
Polling for PP-206 Khanewal by-election underway
-
Another earthquake of 3.0 magnitude jolts Hyderabad
-
Don’t repeat mistake of abandoning Afghanistan
-
Comprehensive resolution expected from OIC summit
-
PM presenting Muslims’ case against Islamophobia effectively: Farrukh