اسلام آباد 09 مئی (اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير انجنيئر خرم دستګير خان تېره ورځ د قامي احتساب بېورو (نېب) لخوا په نواز شريف د مني لانډرنګ تور په حقله د پلټڼو نوټس اخستو په سختو ټكو غندنه كولو سره غوښتنه كړې چې د نېب د نظام بايد پلټنې وكړې شي۔ د نواز شریف په مشرۍ كښې قامي معيشت د پرمختګ سفر پېل كړې۔ كراچۍ څخه تر بلوچستان او بلوچستان څخه تر فاټا د سهار رڼا خپرېږي۔ د پاك پوځ ځانګړو قربانيو په نتيجه كښې په امن نه لرونكو سيمو كښې امن راغلے۔ سباؤن كښې به هم مسلم ليګ (ن) د نواز شريف په مشرۍ كښې څلور واړه صوبې د ځان سره اخلي او د قامي پرمختګ دا سفر به روان ساتي۔ د شورؤ په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د دفاع وزير خرم دستګير خان په بجټ د بحث په مهال ووئيل تېرو 5 كلونو كښې ما د بې شمېره پوښتنو ځوابونه وركړې ولې د خپلې جذبې او رائې څرګندونه مې نه ده كړې۔ ده ووئيل څو ورځې وړاندې ما ميران شاه كښې د سهار رڼا خپرېدل ليدلې۔ دا هغه ځائې دے چرته به چې مرګ خرڅېدو نن دغلته د يو نوي ماركيټ پرانسته شوې۔ده ووئېل په دې روڼ صبا كېدو كښې د پاك پوځ بلها قربانۍ شاملې دي۔ يو ډويژن افسرانو او زلمو د شهادت مرتبه ترلاسه كړې۔ د شهيدانو كورنيو سره ملاقات زما لپاره يوه ګرانه لمحه وه۔ ده ووئيل مونږ نامكنه منصوبې ممكنه كړې۔ بلوچستان كښې د كچھي كېنال منصوبه ٬ د ساهيوال برېښنا منصوبه د نړۍ د تاريخ تر ټولو زياته تندۍ سره ترسره كېدونكې منصوبه ده۔دفاع وزير ووئېل بلوچستان كښې د پاكستان بېرغ هسك كړې شوې۔ كراچۍ كښې امن راغلې۔ په دې هېواد كښې هره ورځ 6 ترهګر بريدونه شوي۔ په داتا دربار ٬آرمي پبلك سكول او د حضرت عبد الله شاه غازي پشمول په نورو مزارونو بريدونه شوي۔ د تاريخ تر ټولو زياته شرح نمو ترلاسه كولو سره مو هېواد د پرمختګ په لاره روان كړې۔ ده ووئيل مونږ روسيه ٬ ايران او د منځنۍ آسيا هېوادونو سره اړيكې ښې كړې۔ زمونږ سوچ دا دے چې سيمه ايزې سوكالۍ پلو ګامونه پورته كړې شي۔ خرم دستګير ووئيل مونږ پاک چین اقتصادی راهداری منصوبه پېل كړه۔ دې سره سره مو د برېښنا كارخانې ٬ بندرځايونه او د سترو لارو په ډول ناممكنه منصوبې بشپړې كړې۔ مونږ ټولو په ګډه كال 2013ء څخه تر كال 2018ء د هېواد نامه روښانه كړې ۔ مونږ كراچۍ څخه تر بلوچستان او بلوچستان څخه تر فاټا د رد الفساد آپرېش او ضرف غضب عملياتو كولو سره امن وليده۔ ده ووئيل د كال 2014 په دھرنه كښې په پارلېمنټ او پي ټي وي بريد وشو۔ د دفاع وزير ووئيل په سهار كېدو خوشحاله يو ولې بياهم زړه خفه دے۔ كوم امن چې مونږ په ډېرو قربانيو راوستې ؤ د سياسي انتشار د لاسه له مينځه تلونكې ښكاري۔ په احسن اقبال د بريد لاره د فېض آباد او اسلام آباد په سترو لارو دهرنو هواره كړې۔ ده ووئيل مونږ له به په دې باور وړاندې تلل وي چې مونږ به د يو ګوند په حېث د سترې محكمې په هره پرېكړه عمل كوؤ۔ ده ووئيل كومو كسانو چې د نواز شريف په نااهلۍ لاسونه پړقول هغوي د نېب چيئرمېن لخوا په نواز شريف د 4.5 اربه ډالرو په بوګس تور سوچ كولو ته مجبور شوي۔ ده ووئيل د نېب د اوسني نوټس په سختۍ سره غندنه كوؤ او غوښتنه كوؤ چې د نېب دې پلټنې وكړې شي
متعلقہ مضامین
-
No polio virus detected in 23 big cities of Pakistan: sources
-
Military and govt on the same page, says Fawad Chaudhry
-
Govt dedicated to preservation of trees; every tree being saved: PM
-
CPEC has created 70,000 jobs for Pakistan: Nong Rong
-
Aiwan-e-Sadr certified as world’s first presidency to go green, save Rs 72m annually
-
US Charge’ d’Affaires, consul general visit Wazir Khan mosque
-
IGP for strict security arrangements on Eid Milad-un-Nabi
-
Govt striving to transform Pakistan into Islamic welfare state: PTI
-
Pakistan introduces new social media rules to remove unlawful content
-
Marking ‘black day’, Kashmiri body urges world powers to end India’s occupation of Kashmir
-
Abro flays PTI govt over non-transfer of EOBI to provinces
-
Pakistan slams India’s threat of ‘surgical strikes’