اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو سېكتر سردار احمد نواز سکھېرا وئيلي دي چې بنیادي هوم ورك كوٶ٬ په څلور مياشتو كښې به پي ټي وي پارلماني چېنل پېل كړي٬ كه د پي ټي وي لفټ آپرېټر نه د لوړې كچې ملازم پي ټي وي لپاره اشتهار راوړي نو 25 فيصده به د ملازم وي٬ دا سمري منظورۍ لپاره د پي ټي وي بورډ آف ډائرېكټرز ته لېږلې شوه ٬ پي ټي وي كه به ھغه كسان پاتې وي څوك چې كار كوي٬ د دې نه غېر به چا ته تنخا نه وركولې كېږي۔ د زيارت په ورځ د اطلاعاتو او خپرونو سېكتر سردار احمد نواز سکھېرا د اطلاعاتو٬ خپرونو ٬ قامي تاريخ او ادبي ورثې لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ ته د بريفنګ په مهال ووئيل د وزارت د دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب په خاص دلچسپۍ پي ټي وي پارلماني چېنل پېل كولو لپاره وزارت په تندۍ سره كار كوي٬ په دې لړ كښې د سېنېټ چيئرمېن او د قامي اسمبلۍ سپيكر سره غونډې شوې دي چې پكښې مثبت پېشرفت شوې٬ چېنل سره به د سېنېټ ٬ قامي اسمبلۍ د غونډو سره سره د قائمه كمېټۍ د غونډو د كاروائۍ نېغ په نېغه كورېج وكړې شي۔ ده ووئيل د پارلمان چينل پروژه به د پي اېس ډي پي فنډز څخه بشپړولې شي لكه څنګه چې پي ټي وي آزاد كشمير چېنل چلوي دغسې به پارلمان چېنل هم چلوي ۔ د ماشومانو چېنل پحقله سېكتر ووئيل په دې لړ كښې ډهانچه تېاره كړې شوې٬ ھغې لپاره جلا ټېم پكار دے ٬ د كډز چېنل پي سي ون تيار كړې شوې۔ ده ووئيل پي ټي وي د سټېټ چينل په توګه د پېمرا ماتحت نه دے خو پي ټي وي چې كومې خپرونې وړاندې كوي پكښې د ټولنې اقدار او اخلاقيات باوري كولې شي٬ د پي ټي وي ډرامې هم ټولنې لپاره د يو سبق وي۔ د اطلاعاتو سېكتر ووئيل پي ټي وي كښې د اشتهار د لارې په 2006 كښې آخري بهرتي شوې وه د٬ د پي ټي وي مركزي دفتر څخه سرپلس ملازمان د هېواد بېلو برخو ته د كار په غرض ولېږل شول نو ډنډورې پېل شوې چې دوه چهتونه چا ته وركولې شي داسې هېچرې نه شي كېدې٬ مونږ د پي ټي وي ھغه ملازمانو ته كار اخستل غواړو كوم چې په باقاعدګۍ سره تنخا اخلي۔ ده ووېيل پي ټي وي سږ كال د برېښنا بل سره د لائسنس فيس په مد كښې 7.3 اربه روپۍ ترلاسه كړې دي كه دا آمدن نه ترلاسه كېدې نو بقاياجات به لا زيات شوې ٶ او د پي ټي وي خپل آمدن درې كاله اګاهو 3.6 بېليونه وو٬ په تېرو دوه كالو كښې 2.6 بېليونه او سږ كال د دې نه هم د كمېدو امكان دے او د دې ټولو مالي ستونزو باوجود ملازمانو ته د مياشتې په وړومبي تاريخ تنخا وركولې شي۔ ده ووئيل په پي ټي وي سپورټس 11 نوې پروګرامونه پېل شوي٬ د
متعلقہ مضامین
-
Relief in prices of essentials govt’s priority: KP CM
-
Fehmida Mirza, KP CM discuss promotion of sports
-
IHC asks to consult stakeholders regarding social media rules
-
Balochistan rich in attractive tourist destinations: CM Jam Kamal
-
IHC asks to consult stakeholders regarding social media rules
-
Zameen.com organises event for Dundas Tower’s launch
-
Indian social media rushes to cover up flop visit of Modi to US
-
Punjab governor awards gold medal to UMT alumnus
-
PML-N’s Mohammad Zubair denounces ‘doctored’ video
-
SC expresses concern over 30,000 vacant seats for minorities
-
Foreign Money Laundering Case; reports of Shahbaz, Suleman’s acquittal `wrong’: Shahzad Akbar
-
SC expresses concern over 30,000 vacant seats for minorities