اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي حكومت د كوټليو پرمختيائي اهدافو تر سره كولو لپاره ګامونه پورته كړي دي٬پرمختيائي كارونو كښې بلدياتي ادارې په زړه پورې كردار لري٬پاكستان كښې د سياستمدارو او پارلماني غړو پرمختيائي كارونه نظرانداز كېدې نه شي٬بلدياتي ادارې پاكستان كښې د سياستمدارو لپاره د نرسري حېثيت لري۔د شورو په ورځ “كوټليو پرمختيائي اهدافو تر سره كولو كښې د بلدياتي دارو كردار”په سرخط نړيوال كنفرنس ته خپل خطاب كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل بايد كوټلي پرمختګ لپاره پارلماني غړي٬بلدياتي نمائندګان د وسائلو په ترجيحاتو كښې توازن برقرار وساتي۔ده ووئيل پرمختيائي عمل مخ په وړاندې بوتللو له به پارلماني غړو او بلدياتي ادارو له پھ ګډه كار كول وي۔وزيراعظم ووئيل بلدياتي ادارې پاكستان كښې د سياستمدارو لپاره د نرسري حېثيت لري۔ده ووئيل پاكستان كښې د تېرو څو لسيزو پھ مهال د بېلو نظامونو تجربه شوې٬درېم د ځايې حكومتونو نظام ؤ۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو د اړخه ټاكلې شوي اهداف پرمختګ لپاره مهم دي٬حكومت كوټليو پرمختيائي اهدافو تر سره كولو له اقدامات كړي٬مونږ له دا باور راكړی كېږي چې پرمختيائي كار د پارلماني غړو نه دے٬ ده ووئېل د بلدياتي ادارو په اړه څلورو صوبو كښې نظام وضعه كړی شوې دغسې مركز كښې پارلماني نظام خپل كار كوي او دا په پاكستان كښې د جمهوري نظام د كاميابۍ علامت دے۔وزيراعظم ووئيل سياست كښې په ځايې كچه مسئلې اهميت لري٬پھ دې لړ كښې هغه د يوې سروے حواله وركړه چې پكښې 42 فيصده كسانو بلدياتي ادارې پرمختګ لپاره مهمې ګرځولې۔ده ووئيل پارلماني غړي٬د صوبائي اسمبليو غړي او د ځايې حكومتونو نمائندګانو ترمينځه مرسته او د هغوي اجتماعي هلو ځلو سره د پرمختګ اهداف ترلاسه كېدې شي۔وزيراعظم ووئيل په اولسي نمائندګانو د اولس فشار وي كه هغوي اتفاق وكړي نو اولسي بنيادي مسئلې حل كېدې شي۔ده ووئيل زمونږ اهداف هر كلي له برېښنا وركول٬سړك جوړول او د تعليم او صحت آسانۍ وركول دي۔ده ووئيل د كنفرنس پھ كولو ګډون كوونكو ته د يو بل د تجربو څخه د استفادې كولو موقع په لاس ورغلې ۔د دې څخه وړاندې د آسيا لپاره د يونائيټډ سټيز اينډ لوكل ګورنمنټس٬سوئس ايمبيسډر او د المان دوهم سفير د كوټلي پرمختيائي اهداف ترلاسه كولو لپاره د پاكستان هڅې وستائېلې۔دوي پرمختيائي ايجنډې تر سره كولو له د ځايې حكومتونو د نظام اهميت رامخې ته كړو
متعلقہ مضامین
-
Discontinuation of BS geography, ADP in capital perturbs students
-
Experts resolve to explore ways for building back better from pandemic
-
Talks with TTP: dialogue only way to stop ‘wars’
-
CPNE cautions govt against removing papers from media list
-
Tarin, Moonis among 700 Pakistanis as Pandora Papers reveal secret money, hidden fortunes
-
Tarin, Moonis among 700 Pakistanis as Pandora Papers reveal secret money, hidden fortunes
-
PM to unveil Kamyab Pakistan Programme on Monday
-
Pakistan sends 13 more trucks of aid to Afghanistan
-
Multiple steps taken for true Islamic welfare state: Farrukh
-
Punjab decides to set up ‘smart universities’
-
CPNE cautions govt against removing papers from media list
-
Pakistan sends 13 more trucks of aid to Afghanistan