اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي لكه څنګه چې په بلوچستان كښې ناڅاپي يو ګوند رامخې ته شو دغسې پرون د ځينو خلقو په زړونو كښې د سوئېلي پنجاب مينه راپېدا شوه ٬مسلم ليګ(ن)پرېښودونكي خلق كله هم زمونږ نه وو٬ګوند پرېښودونكو ته به چرته د اودرېدو ځاې په لاس ورنشي٬د امريت ملګرتيا كوونكي سياستدانان زمونږ په ګوند كښې نشته٬جلا ګروپ جوړونكو په پولټيكل پارټيز ايكټ كښې ما له رائے نه وې راكړی٬٬د دروغو پته لګي ځكه مو وئېلي وو چې بايد دا كيس ټول قام نيغ په نيغه وګوري۔د نهې پھ ورځ د احتساب عدالت په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل كوم خلق چې لاړل او كومو چې پرون خبري كنفرنس ته وېنا كوله دا خلق كله هم زمونږ نه وو٬دا هغه خلق وو كومو چې په اسمبلۍ كښې په پولټيكل پارټيز ايكټ كښې ترميم لپاره ماله رائے نه وې راكړی٬دا لس پنځلس كسان وو۔ د خپل كيس په اړه ده ووئيل دا كيس بې بنسټھ دے٬په دې كښې د كرپشن هېڅ خبره نشته بايد دا نيغ په نيغه قام ته وښودلې
متعلقہ مضامین
-
PML-N Will be divided into three fractions: Sheikh Rasheed
-
Senate adopts 10 bills of public, national importance
-
Senate adopts 10 bills of public, national importance
-
FIA initiates action against fake Covid vaccine certificate generators
-
HEC, LUMS hold consultation workshop on twinning of varsities
-
Court grants interim bail to PMLN’s Khokhar brothers
-
ISPR DG condoles demise of oldest veteran soldier of Pakistan Army
-
ISPR DG condoles demise of oldest veteran soldier of Pakistan Army
-
HEC, LUMS hold consultation workshop on twinning of varsities
-
A person in Islamabad died of dengue
-
SC rejects petition demanding Presidential form of government
-
Haleem says 85pc people in Sindh consuming contaminated water