اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی) د كورنيو چارو٬منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي سي پېك د پاكستان او چين دوستي نوې لوړې كچې ته رسولې ده ٬د سي پېك د 9 صنعتي زونز په نتيجه كښې به هېواد كښې د روزګار نوې موقعې راپیدا شي٬٬ټول ګوندونه او صوبائي حكومتونه د سي پېك بشپړه ملاتړ كوي۔ده دا خبرې باؤ فورم ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔وفاقي وزير ووئيل د انفراسټركچر پروژو سره د اولس د ګټې پروژې هم پیل كړی شوې ۔ده ووئيل د پاكستان وژن 2025 يوازې د سرمايه كارۍ زياتولو نوم نه دے بلكې د دغې هدف غربت ختمول دي۔احسن اقبال ووئيل د سي پېك پروژو په نتيجه كښې د توان په بحران قابو موندلو له مرسته تر لاسه شوې۔د برېښنا وركړې سره صنعتي پېداوار زيات شوې او روزګار پېدا كېږي٬ احسن اقبال ووئېل د سي پېك د لارې به د پاكستان پاتې سيمې پرمختګ وكړي۔ده ووئيل ګوادر بندر به د آسيا د وړومبي صف بندرځاې شي۔په ګوادر كښې بنيادي انفراسټركچرجوړېږي۔د سي پېك پروژې د فيزبېلټي سټډيز په بنياد منظورولې شي۔ده ووئيل پاكستان د مينځنۍ آسيا٬چين او د سوئېلي آسيا د تړلو كورېډور دے
متعلقہ مضامین
-
Multiple steps taken for true Islamic welfare state: Farrukh
-
Pakistan, Royal Saudi Naval Forces joint drill Naseem Al Bahr-XIII commences
-
Punjab decides to set up ‘smart universities’
-
Imran has 2 offshore firms, alleges Ahsan
-
PM doesn’t own any offshore company
-
Tarin explains role in offshore companies
-
PM doesn’t own any offshore company
-
PM doesn’t own any offshore company
-
Pakistanis among top five buyers of UK properties through offshore companies
-
Pandora Papers: Shaukat Tarin tries to set the record straight
-
Medina-style welfare state Imran Khan’s dream: Farrukh
-
Punjab reports 234 cases of dengue in 24 hours