اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي)د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير خان وئېلي دي ټاكلې حكومت كښې د پاكستان ټوې مهمې مسئلې حل كړی شوي او غېر مستحكم منطقه د استحكام جزيره جوړه شوې ٬ د پاكستان په منطقه او په خاص توګه نړۍ كښې د خوشحالۍ او پرامن قام په حېثيت سره خپل كردار تر سره كوي۔د زيارت په ورځ د سټراټېجك وژن انسټي ټيوټ سيوري لاندې د”پاكستان٬ايران او سعودي ترمينځه عصري اړيكې:موجوده چېلنجونو”په موضوع سېمينار ته د خطاب كولو په مهال د دفاع وزير ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ او توان بحران سره مخ ؤ كوم چې د مسلم ليګ(ن)حكومت ته 2013 كښې په ميراث كښې پاتې ؤ۔د پاك۔سعودي عرب اړيكو په اړه د دفاع وزير ووئيل پاكستان په مينځني ختيز پالېسۍ په اړه د سعودي او ايران سره اړيكو كښې توازن په ځاې ساتلې ۔ده ووئيل د دوه اړخيزه لوظ نامو او پروټوكول له مخې د پاكستان آرمډ فورسز اهلكار د تېرو څو لسيزو څخه په سعودي كښې د تربيت او مشاورت په لړ كښې تعينات دي۔د سعودي په مشرۍ كښې د اسلامي هېوادونو د پوځي الائنس جوړولو نه وروستو پاكستان د ترهه ګرۍ مخ نيوي تربيې او كميونيكېشن كښې د مرستې وړاندېز كړی ؤ۔خرم دستګير ووئيل پاكستان او سعودي په خاص توګه په اقتصادي او انډسټريل مرستې په اړه خپل تاريخي پارټنرشپ پراخا كولو عمل پیل كړی۔د دفاع وزير ووئيل پاكستان مستحكم ګاونډيتوب په خاص توګه د سي پیك كاميابۍ لپاره هڅې كوي۔ده ووئيل پاكستان سعودي سره پارټنرشپ ته ډېر اهميت وركوي او ايران سره اړيكې زياتول غواړي
متعلقہ مضامین
-
Bilawal will become PM in 2018, claims Khursheed
-
Security agencies foil terror attempt, recover arms from Chaghai
-
Security agencies foil terror attempt, recover arms from Chaghai
-
Change of command
-
Faruqui inaugurates speedy complaint redressal mechanism
-
Didnt contest elections to resign: Nawaz
-
Senior most generals hardly become COAS, history reveals
-
FIR filed for PML-N worker found dead at Chamba House
-
NTDC efficiently concludes transmission line projects
-
Kaptaan to strategically reveal substantial evidence
-
Indian interested in importing Pakistani kinnow: FPCCI
-
Dar congratulates Bajwa, Zubair