اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) امریکائي ميډيا او تھېنك ټېنکس خبردارې وركړې چې د پاکستان د ځانله كولو هڅو په نتيجه كښې د افغانستان وضفه لا خرابېدې شي۔ د امريكائي پرنټ او الېكټرانك ميډيا كښې د ټرمپ د نوې افغان پاليسۍ پحقله خبرې روانې دي۔ د اولس مشر ټرمپ لخوا د پاكستان د مرستې خاتمې پحقله په دړكه نوموړې ورځپاڼې نيويارك ټائمز خپل يو آرټيكل كښې ليكلے دي چې د امريكې پاليسي سازو تېر وخت كښې هم دا ډول وړاندېزونه وركړې او بيا ئې پخپله رد كړي٬ د افغان په معاملاتو كښې د هند په كردار د پاكستان لخوا سخت غبرګون رامخې ته كېدې شي۔ ورځپاڼې ليكلے دې چې د چين په صورت كښې د پاكستان يو طاقتور حليف او اتحادي موجود دے او د امريكائي مرستې بندېدو سره به چين ته د دې خلاء نه د ګټې پورته كولو بشپړه موقع په لاس ورشي۔ ورځپاڼه ليكي د پاکستان په ضد اقداماتو سره د افغانستان وضعه نوره هم زياته خرابېدې شي۔ هم په دې ورځپاڼه كښې په يو بل مضمون كښې د اولس مشر ټرمپ لخوا د افغانستان په معاملاتو كښې د هندي كردار مخالفت شوې دې او وئيلي ئې دي چې د هند په كردار د پاكستان لخوا د سخت غبرګون څرګندونه كېدې شي۔ بلخوا نوموړې امريكائي تهېنك ټېنك يو اېس انسټي ټيوټ آف پېس وئيلي دې چې امريكا پاكستان يو مهم شراكت دار هېواد ګڼي۔ د ادارې په وېب پاڼه د خپور شوې اعلاميې له مخې د امريكې د انتظاميې ګڼ شمېر سينئر غړي دا ګڼي چې پاكستان د امريكې مهم اتحادي او شراكت دار هېواد دې او د دواړو هېوادونو دښمن او مفادات يو ډول دي۔ دې غړو د نوم نه څرګندولو په شرط ووئيل چې امريكا د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو ستائنه كوي۔ غړو ووئيل امريكا پاكستان سره په جدي او په زغم آډانه اړيكو جوړولو كښې خوښي لري او ددې هدف ترلاسه كولو لپاره به كار دوامدار وي
متعلقہ مضامین
-
Pakistan to receive 1.2m Covid jabs from China today
-
ICT appreciates citizens cooperation
-
Pakistan, Sudan agree to efforts for Palestine issue resolution
-
WB recognises Ehsaas among top 4 social protection initiatives
-
Pakistan, Sudan agree to efforts for Palestine issue resolution
-
Pakistan to receive 1.2m Covid jabs from China today
-
Pakistan, Sudan agree to efforts for Palestine issue resolution
-
IG Punjab commends police force for ensuring best security arrangements on the occasion of Eid-ul-Fitr
-
Pakistan on Israeli attacks: ‘Not conflict but a massacre’
-
Pakistan on Israeli attacks: ‘Not conflict but a massacre’
-
Interprovincial, intercity public transport to resume from today
-
PM, Buzdar responsible for Ring Road scam: PML-N