اسلام آباد۔26اپريل (اے پي پي) وزيراعظم به د اپرېل په 28مه نيټه په سعودي عرب كښې په نړيوال اقتصادي قورم كښې ګډون كوي كوم چې په 28م او 29م اپرېل په رياض كښې د “نړيوالې مرستې٬ پرمختګ لپاره نمو او توان” په سرخط كېږي۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ خپل اوونيز بريفنګ په مهال ميډيا ته ووئيل وزيراعظم شهباز شريف، خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار سره د سعودي ولي عهد او وزيراعظم محمد بن سلمان او د ډبليو اي اېف موسئس او ايګزيکټو چيئرمين په بلنه د سعودي دوره كوي۔ دې ووئيل د لوړې كچې فورم به د صحت د لوړې كچې ډهانچې٬ جامع پرمختګ٬ سيمه ايزې مرستې٬ نمو او د توان كهپت ترمېنځه توازن كښې د پاكستان په ترجيحات د رڼا اچولو موقع وركړي، دغسې نړيوالو مشرانو او د تنظيمونو مشرانو سره به خبرې اترې كوي٬ وزيراعظم به په 4-5 مئي كال 2024 د ګيمبيا په پاته تخت بنجول كښې د “تل پاتې پرمختګ لپاره د خبرو اترو د لارې اتحاد او يووالي زياتولو” موټو له مخې د اسلامي مشرانو كنفرنس په 15مه غونډه كښې ګډون لپاره د ګيمبيا دوره كوي۔ د او آئي سي سر مشريزه غونډه په يو داسې نازك وخت كښې كېږي كله چې په غزه كښې د اسرائيل د ظلمونو سلسله روانه ده، په غونډه كښې به د اسلامي نړۍ مشران د فلسطين په صورتحال غوركوي۔ دې ووئيل وزيراعظم شهباز شريف به په غزه كښې په نسل کشۍ د پاکستان تشويش څرګندوي او د فلسطينيانو د خپلواكۍ د حق به وكالت كوي٬ د يووالي د ضرورت نه علاوه د اسلامو فوبيا، ترهګرۍ او نړۍ په خاص توګه اسلامي نړۍ ته په رامخې ته چېلنجونو به هم خبرې كوي۔ وزيراعظم به د اسلامي نړۍ مشرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي۔ د او آئي سي مشرانو د غونډې نه وړاندې په دوېم او درېم مئي به د خارجه وزيرانو د كونسل ابتدائي غونډه كېږي چې پكښې به خارجه وزير اسحاق ډار ګډون كوي او دوه اړخيزه ملاقاتونه به هم كوي۔ وياندې ميډيا ته ووئيل پاكستان د هندي مشرانو په راپارونكو بيانونو كښې زياتوالي ته ګوري څوك چې د هند په غېر قانوني قبضه جمو و كشمير كښې غېر ضروري ادعاګانې كوي٬ پاكستان دا ادعاګانې مسترد كوي٬ دا ډول ادعاګانې سيمه ايز امن او استحكام لپاره خطر لري۔ دې د هند په سياستمدارو زور رواړو چې ھغوي انتخابي مقصد لپاره پاکستان پخپلو كورنيو خبرو كښې د راښكولو عمل بند كړي۔ دې ووئيل د هند د بيانونو او ادعاګانو باوجود د هند په غېر قانوني قبضه كړې مقبوضه جمو او كشمير په نړيواله كچه منلې شوې متنازعه سيمه ده ځكه چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو كښې په واضحه توګه ليك دي چې د حتمي حېثيت تعين به په آزادانه توګه د رائے شمېرو د لارې د كشميريانو د خوښې له مخې كولې شي۔ وياندې ووئيل د هند به دا زيركتيا وي چې ھغوي د فريب په ځاے د دې قراردادونو په نفاذ كښې خپل كردار ولوبوي۔ وياندې په هند كښې د مسلمانانو او نورو اقليتونو د تذليل او هغوي په نخښه كولو غندنه هم وكړه ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياندې ووئيل دا مهال د پاکستان او هند ترمېنځه دوه اړخيزه تجارت معمول ته راوستلو لپاره په بېك چينل ډپلوميسي كار نه كېږي۔ د ايراني صدر ابراهيم رئيسي دورې په اړه ميډيا ته دې ووئيل د خبرو اترو په مهال دواړو ډلو اقتصادي او كلتوري مرسته زياتولو، دوه اړخيزه پولې د امن او مرستې په پولو بدلولو٬ د آزاد تجارتي لوظنامې او د يو بل بنديان خوشي كولو په چارو خبرې په تندۍ سره كولو ته صلاح شوي ٬ ايران پاکستان ګيس پائپ لائن پراجيکټ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د ايران صدر دورې په مهال په دې خبره شوې او د شريكې په بيان كښې هم دا رامخې ته كړې شوې۔ دې ووئيل پاكستان د توان حاجت لري او د دې درامد لپاره آپشنز لټوي۔ دې ووئيل پاكستان د دواړو هېوادونو د تجارت په اړه د امريكائي چارواكو بيانونه نوټ كړي او امريكې سره د توان ضرورتونو په ټولو اړخونو خبرې اترې شوي۔ دې ميډيا ته ووئيل چائنه انټرنيشنل ډويلپمنټ کوآپريشن ايجنسي (سي آئي ډي سي اے) د لوړې كچې پلاوي د چيئرمين لو ژاؤهوئي په مشرۍ كښې د پاکستان دوره كړې او وزيراعظم شهباز شريف او نورو مشرانو سره ئې ملاقات كړے چې پكښې دواړو ډلو د چائنه پاکستان اکنامك راهدارۍ له مخئ د منصوبو په تندۍ سره بشپړولو ته اتفاق كړے۔ د غزه صورتحال او په دوه اجتماعي قبرونو خبره كولو كښې وياندې د اسرائيل د جنګي جرمونو تحقيقات او د ذمه وارو تعين٬ په سمدستي توګه او غېر مشروط جنګ بندي٬ محاصره ختمول او بشري مرسته د كوم خنډ نه غېر د رسنې مطالبه وكړه۔ وياندې د بشري حقونو پحقله د امريكې د كنټري رپورټ مسترد كولو پخلے وكړو ځكه چې دغه رپورټ لپاره ناقص طريقه کار كارولے شوے۔
متعلقہ مضامین
-
133 Indian Sikh yatrees pay respects at Darbar Sahib Kartarpur
-
Sindh allocates Rs. 326.80 billion for education sector in 2022-23
-
Khar to lead delegation at FATF plenary meeting
-
Govt must facilitate Musharraf if he wishes to return: Nawaz
-
FM Bilawal informs UN chief about India’s Islamophobic actions
-
Govt must facilitate Musharraf if he wishes to return: Nawaz
-
University of Lahore launches two medical aesthetics diploma programs
-
Pak-China science foundations to launch joint exchange program
-
Pakistan’s Ambassador Masood Khan visits White House to ‘meet, greet’ President Biden
-
Chemistry paper leaked in four Sindh districts
-
Scuffles, sloganeering mar SA budget session
-
Scuffles, sloganeering mar SA budget session