اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوی د هېواد وګړو له د آزادۍ په 76مه سالګره مباركي وركولو سره وئيلي چې په دې ورځ مونږ د پاكستان بانیانو او تحریك ِپاكستان كارمندانو قربانیو ته پيرزوئنې وړاندې كوو، نن قام ته په پېښو سماجی، سیاسی، معاشی او سكیورټی چیلنجونو قابو موندلو له يو موټې كيدو ته اړتيا ده۔جشن آزادۍ په موقع د قام په نامه خپل يو پیغام كښې صدر مملكت وئيلي دي چې د پاكستان بانیانو او د تحریك آزادۍ كارمندانو ته پيرزوئنې وړاندې كوو،چا چې د سختو حالاتو او ظلمونو مقابله كړي او د پاكستان ترلاسه كولو له ئې د ګڼو چیلنجونو په مړيانه مقابله كړي،د دغه كسانو قصي زمونږ د نوي نسلونو لپاره د لاري مشعل دې،بايد مونږ د پاكستان جوړيدو لپاره د خپلو مشرانو د قربانو قدر وكړو او د اولس سوكالۍ لپاره كار وكړو۔ده ووئيل نن ورځ 76 كاله وړاندې د قائدِ اعظم محمد علی جناح ولوله انګیز قیادت كښې د نيمي اوچي مسلمانانو د يو تاريخي هلو ځلو نه پس آزادی ترلاسه كړي۔ هندوستان مسلمانانو لپاره يو داسې هېواد غوښتلو چرته چې هغوي د آزادۍ سره خپل انفرادی او اجتماعی ژوند د اسلامي تعلیماتو له مخې ترتیب كولې شي۔۔صدر مملكت ووئيل نن ورځ مونږ ته د خوشحالۍ موقع هم راكوي۔ بايد مونږ د هېواد د موجوده پرمختګ سطح ، پېښو چیلنجونو او سباؤن كښې د پرمختګ په موقعو غور وكړو۔دا وخت دې چې مونږ د بابائے قوم د وژن له مخې يو قوي او سوكاله پاكستان تعمیر لپاره د خپل عزم پخلے وكړو۔ ده ووئيل زه د خپل هېواد وګړو ته خواست كوم چې خپله ټولنه كښې د محروم طبقو ښېګړي او پرمختګ لپاره كار وكړي۔راځئ ، چې لوظ وكړو چې د اسلام بیان كړې شوي جمهوریت، آزادی، مساوات، رواداری، عفو او درګزر، سماجی او اقتصادی انصاف، او اخلاقی اصول په ځائې وساتو۔ده ووئيل رځئ ، چې نن مونږ په غیر قانونی توګه د هند په ِتسلط كښې جمو او كشمیر كښې د لسيزو راهسې د هندي ظلمونو ښكار مظلوم وروڼه خوياندي هم يادي كړو۔ 2019 كښې مقبوضه جمو او كشمیر خصوصی قانونی حیثیت ختمولو پشمول د هند غیر قانونی اقدامات د عدلات نه غير قتل، تشدد او غیر قانونی حراستونو په صورت په وادی كښې د انسانی حقونو صورتحال نور خراب كړې ۔مونږ د خپلو كشميرانو سره ولاړ يو او د هغوي د خپلواكۍ جائز حق لپاره غیر متزلزل او سیاسی، سفارتی او اخلاقی حمایت روان ساتلو باور وركوو۔صدرمملكت ووئيل په دې موقع زه ټول پاكستاني قام ته خواست كوم چې ثابت قدم پاتي شي او د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره په زړه پوري كار وكړي۔ نن قام له په پېښو سماجی، سیاسی، معاشی او سكیورټی چیلنجونو قابو موندلو له يو موټې كيدو ته اړتيا ده۔ده ووئيل راځئ چې عزم وكړو چې د هېواد سلامتیا، سوكالۍ او پرمختګ لپاره به د كومي هم قربانۍ څخه ډډه نه كوو۔
متعلقہ مضامین
-
Zameen.com organizes property sales event in Lahore
-
Khalida Shafaat donates Rs2m for GCU-EFT
-
Pakistan concerned at India’s hijab verdict
-
Missile launch appears to be an ‘accident’: US
-
Pakistan concerned at India’s hijab verdict
-
Missile launch appears to be an ‘accident’: US
-
Time for PM to turn the tide has passed: PML-Q
-
Time for PM to turn the tide has passed: PML-Q
-
Girl students fall ill after consuming tablets provided by health team
-
Senate body rejects establishment of Engineering & Technology University Bill
-
Currency rates of NBP
-
UN resolution on Islamophobia to send clear message against racism, anti-Muslim violence: Qureshi