بيجنګ 18 اکتوبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي پاکستان د چين د بېلټ اينډ روډ وژن له مخې د رابطو ودې لپاره چين او نورو سيمه ايزو شراكتدارو سره په ګډه د كار كولو عزم لري، سي پېك د پرمختګ، خوشحالۍ، د اولس د ژوند معيار ښه كولو او د زورګار موقعې راپېدا كولو سره سره اولس د غربت نه د رابهر كولو ذريعه ده۔ د شورو په ورځ درېم بېلټ اېنډ روډ فورم (بي آر اېف) ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم ووئيل په فورم كښې ګډون زما لپار د خوشحالۍ خبره ده ۔ ده د چين مشرانو د بي آر آئي وژن منطقې او په نړيواله كچه د مهمو اثراتو لرونكې منصوبه ګرځولو سره د چين صدر لخوا فورم ته د وېنا په مهال د وړاندې كړو خيالاتو ملاتړ وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د بي آر آئي يو نوې دور پېل كېږي٬ د چين د مشتركه پرمختګ٬ سوكالۍ او د نړۍ روښانه سباٶن لپاره وژن د اولس په ژوند كښې بدلون راولي٬ رابطو او د تجارت ودې سره د بېلا بېلو قامونو ته د يو بل د خيالاتو٬ تجربو او د ټېكنالوجۍ څخه د استفادې موقعې په لاس ورځي او د اولس او بېلا بېلو كلتورونو ترمېنځه رابطې جوړېږي٬ ده ووئېل د شريكو رابطو ودې سره نړۍ ته يو بل ته د نزدې كېدو موقعې ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل بي آر آئي يواځې د سړکونو، رېل، تار او نيټ ورکس د لارې د تړلو نامه نه ده دا به د بېلا بېلو منطقو د اولس٬ تهذيبونه او كلتورونه يو بل ته نزدې كوي او دې سره به انسانيت او امن ته لاره په لاس شي۔ وزيراعظم د عدم مساوات، پرمختللو او د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو تفريق٬ په قرضونو كښې اضافه٬ غذائي بحران او ماحولياتي چېلنجز خطره ګرځولو سره ووئيل يو شمېر منطقو په خاص توګه پرمختګ كوٶنكو هېوادونو ته په ګلوبل اكانومي كښې د كردار لوبولو موقع وركول پكار ده۔ ده د توان، ډيجيټل نيټ ورکس، انفراسټرکچر او په ټرانسپورټيشن كښې د معاونت كولو په ضرورت زور رواړلو سره ووئيل په ډيجيټل دور كښې يو ډول موقعې وركول پكار دي۔ ده ووئيل پاكستان د بي آر آئي په وړومبنو ملاتړ كوٶنكو كښئ يو دے او مونږ شموليتي او تل پاتي پرمختګ لپاره د چين په همكارۍ فخر كوٶ۔ ده ووئيل په كال 2013 كښې په پاكستان كښې د بي آر آئي د فلېګ شپ منصوبې “سي پېك” برخه پېل شوې او د دې منصوبې له مخې د 25 اربه ډالرو 50 منصوبې ترسره شوي ٬ د سي پېك منصوبو سره په پاكستان كښې اته زره مېګاٶاټ برېښنا پېدا كېږي او د لس زره مېګاٶاټ منصوبې ترسره كېدونكې دي۔ ده ووئيل ګوادر كښې به ډېر زر نړيوال هوائي مېدان فعاله شي٬ د كوټلې مواصلاتي روابطو د لارې به زراعت او صنعت ترقي وكړي۔ وزيراعظم ووئيل مشتركه ذمه وارۍ سره او په ګډه د كار كولو وژن خپلولو سره مونږ د ځان او د خپل راتلونكې كول لپاره يو ځالانده٬ سوله ايز او تل پاتې سباٶن جوړولے شو۔ د دې نه وړاندې د چين په پايه تخت بيجنګ كښې د شورو په ورځ د چين صدر شي جنګ پنګ د دوه ورځني فورم غونډې ته وېنا وكړه۔ په دې موقع د 140 هېوادونو نمائندګان موجود وو
متعلقہ مضامین
-
President lauds progress in financial inclusion of differently-abled persons
-
PIMA calls for ban on all public gatherings amid COVID-19 spike
-
One person dies of coronavirus every nine seconds
-
One person dies of coronavirus every nine seconds
-
President lauds progress in financial inclusion of differently-abled persons
-
Resolution of journalists’ problems a priority: Firdous
-
PDM endangering people’s lives by holding rallies: CM Buzdar
-
Australia appoints Jahanzeb Awan as honorary consul in Karachi dailytimes
-
PM calls for $500 billion fund for poor countries: Shibli
-
4 children die in Tharparkar after having poisonous food
-
Pakistan rejects India’s misleading assertions in Jadhav’s case
-
PTA asked to satisfy IHC that social media rules do not violate Constitution