اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) لنډمهاله خارجه وزير جليل عباس جېلاني به د دولسم نه تر پنځلسم ستمبر په لندن كښې د كامن وېلتھ يوتھ د لسمې وزارتي غونډې (سي وائي اېم اېم) مشري كوي۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر له مخې د كامن وېلتھ يوتھ مشتركه سېكټرېټ د وزارتي غونډه كوي چې پكښې پاکستان د دې غونډې صدارت سنبهالوي او پاكستان به په راتلونكي كال كښې په ساموا كښې د دولت مشتركه د حكومتي مشرانو د غونډې نه وړاندې په اېجنډا ترتيب كولو كښې كردار لوبوي٬ د غونډې تھيم “اېم هائر: ډيليورنګ مور فار ينګ پيپل ان دي کامن ويلتھ” دے كوم چې د ملګرو ملتونو د تل پاتي پرمختګ هدفونو سره همكارا دے۔ لندمهاله خارجه وزير د غونډې په مهال د دولت مشتركه اعليٰ عهدېدارو سره ملاقات هم متوقع دے٬ پاکستان دولت مشترکه او د دې فلېګ شپ کامن وېلتھ يوتھ پروګرام ته ډېر اهميت وركوي كوم چې د ادارې په 50مې سالګرې په موقع كېدونكې ده۔ د بيان له مخې د پاکستان ځوانان په معاشي توګه اختيار مند جوړولو او د بامعني مشغوليت عزم لري، په خاص توګه كله چې دولت مشتركه او د پاكستان حكومت “2023 د ځوانانو كال” په توګه لمانځي٬ په وزير اعظم يوتھ پروګرام كښې د تعليم، روزګار، انګېجمنټ او ماحولياتو څلور بنيادي څانګې رامخې ته كړې شوې دي په كومو چې به په راتلونكې غونډه كښې د خيالاتو څرګندونه كېږي
متعلقہ مضامین
-
Naeem Bokhari appointed PTV chairperson
-
2.5 million Shopaholics visited Daraz in the first 24 hours of 11.11 sale campaign
-
Covid and pollution: intimately linked, compound threat
-
Covid and pollution: intimately linked, compound threat
-
Covid and pollution: intimately linked, compound threat
-
Covid and pollution: intimately linked, compound threat
-
Kaavan is going home on November 29
-
Building, four vehicles torched as PPP’s protest in GB turns violent
-
Pakistan records positivity ratio of 7.46% as 2,756 more test positive
-
Clarification regarding Press Conference of Dr Ishrat Husain
-
Clarification regarding Press Conference of Dr Ishrat Husain
-
Clarification regarding Press Conference of Dr Ishrat Husain