اسلام آباد۔5جنوری(اے پی پی) داخله وزير رانا ثناﺀ الله وئيلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف په خاص هدايت به د شهيد عديل حسېن كورنۍ ته ټول عمري لپاره آسانۍ وركولې شي۔ ده د شهيد عديل حسېن كورنۍ سره د ملاقات په مهال ميډيا سره خبرې كولې۔ په ملاقات كښې د شهيد عديل حسېن مور پلار ٬ كونډه ٬ ماشومان او د هغه ورور هم شامل وو۔ په دې موقعه آئي جي پوليس اسلام آباد ډاكټر اكبر ناصر خان هم موجود وو۔ داخله وزير د شهيد عديل حسېن د كورنۍ ستائنه وكړه او دې ته يۍ شهيد پېكج وړاندې كړو۔ کانسټېبل عدیل حسین هغه مهال په يو ځانمرګي بريد كښې شهيد شوے وو كله چې ده يو ټېكسې اسلام آباد ته ننوتلو څخه ايسار كړے وو۔ داخله وزير د شهيد عديل حسېن كونډې ته د يو كروړ روپو چېك د شهيد پېكج په توګه وړاندے كړو او د ده بچو لپاره يۍ د 1 كروړ 25 لكه نورو روپو ګرانټ اعلان هم وكړو۔ داخله وزير ووئيل چې شهيد عديل حسېن د خپل ځان قرباني وركولو سره اسلام آباد د يوې لويې پېښې څخه وساتلو۔ ده ووئيل د شهيدانو د احساناتو بدله د لويې څښتن نه سوا بل هېڅوك وركولې نه شي۔ ده ووئيل اولس ته په خپلو شهيدانو وياړ دے۔ ده ووئيل عديل حسېن سره په دغه پېښه كښې چې كوم ځوانان ژوبل شوي دي هغوي ته هم د عقيدت پېرزئنې وړاندې كوم۔ ده ووئيل د پولیس شهيدانو خيال ساتل د حكومت ذمه واري ده په دې لړ كښې به د دوئي هر ډول مرسته كولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan expects incoming Chinese envoy to promote business ties, boost CPEC
-
Not registering an FIR tantamount to helping the oppressor: IGP
-
Zardari, Talpur indicted in money laundering case
-
Shehbaz Sharif’s arrest will only ‘add fuel to the fire’: Maryam
-
Army captain martyred in clash with terrorists
-
Soldier martyred in firing by terrorists in Waziristan: ISPR
-
WHO chief lauds Pakistan’s strategy to fight Covid-19
-
Soldier martyred in firing by terrorists in Waziristan: ISPR
-
Indian army martyrs soldier, teenage boy along LoC
-
WHO chief lauds Pakistan’s strategy to fight Covid-19
-
Pakistan spending $10bn per annum for debt repayment
-
Pakistan calls for one-year extension in G20 debt relief for poor countries