اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) نېشنل کمانډ اينډ آپريشن سنټر (اېن سي او سي) ګرد هېواد كښې د كرونا كېسونو جاج اخستو نه پس پرېكړه كړې چې د مئي 24مې نيټې څخه به آٶټ ډور رېسټورنټس او د 5 فيصد څخه په لږه مثبت شرح ضلع كښې به د تعليمي ادارو پشمول نورې څانګې مرحله وار پرانستلې شي۔ د اېن سي او سي لخوا د جاري اعلاميې له مخئ د وفاقي وزير اسد عمر او د لېفټېننټ جنرل محمود الزمان په مشرۍ كښي د اېن سي او سي غونډه وشوه۔ په غونډه كښې قامي صحت لپاره د وزيراعظم صلاحكار٬ د سندھ د صحت وزير او د ټولو صوبو چيف سېكرټريز د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ په جاري اعلاميه كښې وئيلي شوي په غونډه كښې ګرد هېواد كښې د كرونا صورتحال تفصيلي جاج اخستلے شوے او مهمې پرېكړې شوي۔ اېن سي او سي د مئي 24مې نيټې كال 2021 څخه مهم څانګې په ګرد هېواد كښې احتياطي تدابير خپلولو تر مخه د پرانستلو پرېكړه كړې ۔ آؤټ ډور ريسټورنټس به د شپې تر 12 بجو او د هوم ډېلوري سهولت به 24 ساعته پرانستے وي۔ د سېلګرۍ څانګې به د كرونا اېس او پيز سره پرانستلې شي او صوبو ته به په دې لړ كښې جلا هدايات جاري كولے شي٬ تعليمي ادارې به مشروط پرانستلې شي په كومو ضلعو كښې چې د مثبت كېسونو شرح د 5 فيصد نه كمه ده هلته به د ادارو پرانستلو اجازه وي۔ د اېن سي او سي له مخې د مئي په 27مه نيټه د جاج اخستو نه پس به په اوپن ځايونو كښې د واده د دستورو اجازه وي خو د ګډون كوٶنكو شمېره به تر 150 محدود وي۔ د جون د وړومبۍ نيټې څخه به د خاص سرجري هم اجازه وي٬ دغسې چې كومې تعليمي ادارې د مئي په 24مه نيټه نه وي پرانستلې شوې ھغه به د جون په 7مه نيټه پرانستلې شي٬ د مېټرك او انټرمېډيټ ټول امتحانونه به د جون په شلمه نيټه كېږي، ټول پروفيشنلز او نان پروفيشنلز امتحانونه به د صحت وزارت په تجويز د كېس ټو كېس په بنياد كېږي۔ اېن سي او سي چې په كومو څانګو بندېز په ځاے ساتلے دے په ھغې كښې ټول زيارتونه ، سنيما، پارکس، انډور جم به ھغسې بند وي خو په اېس او پيز په سختۍ سره عمل كولو سره په ټرېكس واكنګ او د جوګنګ اجازه وي٬ د هوټل دننه به د خوراك اجازه نه وي٬ په لوبو٬ مېلو٬ كلتوري او د موسيقۍ پشمول په نورو پروګرامونو به بندېز وي٬ په پرانستو او بندو ځايونو كښې به د هر ډول اجتماعات پشمول په مذهبي اجتماعات بندېز وي ٬ بېن الصوبائي ټرانسپورټ به د مئي 22مې نيټې څخه په اوونۍ كښې دوه ورځې بند وي
متعلقہ مضامین
-
Smokers propose imposition of health levy on cigarettes to discourage use
-
PDM lawmakers’ resignations to be accepted immediately: Faisal
-
Buzdar seeks joint efforts to curb coronavirus spread
-
GCU, UET join hands for research collaboration
-
Karachi’s Red Line BRT plan to begin in two months, Qadir
-
KSrelief distributes 800 winter bags in Chitral region
-
7 Karachi localities to have no gas for 14 hours today: SSGC
-
UNICEF and PSDF sign partnership agreement for research on youth skills development and job placement
-
7 Karachi localities to have no gas for 14 hours today: SSGC
-
Pak, China committed to take CPEC to new heights: Asad
-
PIA excludes ATR-72 airplanes from its fleet
-
Islamabad Traffic Police fined 10,560 amateur drivers during ongoing year