سوات 26 مارچ (اے پي پي) حكومت د سېلګرې ودې لپاره يو بل مهم اقدام كولو سره د سوات هوائي اډه 17 كاله پس كمرشل پروازونو لپاره بحال كړې. د پي آئي اے پرواز د اسلام آباد څخه سهار په 10 بجې روان شو او 11 بجې د سوات سېدو شريف ته راورسېدو. د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی ، د هوابازې وزير او د مواصلاتو وزير هم په الوتكه كښې سواره وو. په هوائي اډه د پروزا نه وړاندې كېك پرې كړے شو او د خلقو مېلمستيا وكړې شوه. د هوابازې وزير غلام سرور خان مېلمنو ته ګلونه او ډالۍ وركړې. په هوائي اډو د مېلمو تود هركلې وكړے شو. په ابتدائي توګه به د اسلام آباد څخه سوات لپاره په اونۍ كښۍ دوه پروازونه چلولې شي. په دې موقع د هوابازې وفاقي وزير غلام سرور خان ووئيل چې اوولس كاله پس سوات لپاره د پي آئي اے پروازونه پېل كوو. د مالي ستونزو او ترهګرې له امله په تېر وخت كښې پروازونه بند وو. د سوات او مالاكنډ اولس امنيتي ځواكونو سره اوګه په اوګه په مړانه د ترهګرې مقابله كړې. سوات لپاره د پي آئي اے پروازونه د وخت ضرورت دے. ده ووئيل چې د پروازونو په نتيجه كښې به نه يوازې د قومي ائير لائن په امدن كښې اضافه وشي بلكې په سوات كښې به سېلګري هم وده وكړي. دې پروازونو سره به سوات نور پرمختګ هم وكړي.
متعلقہ مضامین
-
Covid-19: schools to stay open across country, for now
-
Shop Keepers fined for violating COVID-19 SOPs
-
1,302 more test positive for Covid across country; 26 lose lives
-
Coronavirus claims 30 more lives in Pakistan
-
Existing uniform design of Punjab Police to be maintained: IGP
-
Kashmiris across world set to mark Jammu Martyrs’ Day today
-
Pakistan rejects India’s propaganda against Kartarpur Sahib Corridor
-
Kashmiris across world set to mark Jammu Martyrs’ Day today
-
MoCC to launch ‘Olive Tsunami’ project soon
-
Shafqat calls for standardisation of exam system
-
PM Imran asking for an NRO but won’t get it: Maryam
-
Indian troops martyr three Kashmiri youth in occupied valley