اسلام آباد۔26فروری(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود د اېف اے ټي اېف پرېكړې او د سيز ائر لوظنامې په حقله وئيلي دي هند د پاكستان بلېك لسټ كښې د شاملولو خپلو هڅو كښې ناكامه شوے۔ د ډي جي اېم او رابطه او سيز فائر لوظنامې خيال ساتلو ته جوړېدل مثبت ګام دے۔ د جمعې په ورځ خپل يو بيان كښې هغه ووئيل د لوئے څښتن په فضل هند ناكامه شوې۔ مونږ د قانون سازۍ په شمول په دې اړه بشپړه هڅې كړي دي۔ خارجه وزير ووئيل زمونږ هڅې د دې خبرې عكاسي كوي چې پاكستان د ټېرر فنانسنګ او مني لانډرنګ په ضد سنجېده دے۔ پاكستان په 27 كښې په 24 پوائنټس بشپړه عملدرآمد كړے دے۔ د روان كال تر جون مياشتې به كه لوئے څښتن ته منظور وي په پاتې پوانټس هم عملدرآمد كوؤ۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان دا اقدامات يوازې اېف اے ټي اېف لپاره نه بلكې د خپلو قومي مقصدونو لپاره هم كړې دي۔ خارجه وزير ووئيل مونږ د ترهګر په ضد د ډېر زيات قيمت پورته كړے دے او هند اېف اے ټي اېف سياسي مقاصدو لپاره كاروي۔ ولې بياهم هند يو وارې بيا ناكامه شوے دے۔ په اېف اے ټي اېف غونډه كشې 13 هېوادونو د پاكستان د ګامونو ستائنه كړې ده۔ خارجه وزير ووئيل د هند لخوا د سيز فائر لوظنامې خلاف ورزۍ كېږي۔ د كال 2008 نه وروستو د دې شرح زياته شوې ده۔ خارجه وزير ووئيل د هند لخوا د سيز فائر لوظنامې خلاف ورزيو سره په لائن آف كنټرول ژوند كوؤنكي بې ګناه كشميري وګړي ځپلې شوي دي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل موجوده هند سركار په كشميري اولس د ظلم انتها كړے ولې هغه په خپلو مقصدونو كښې ناكامه شوے دے۔ پاكستان د وړاندې نه وئيلي دي چې د مسئلو حل له مذاكرات ممكنه لاره ده۔ شاه محمود قرېشي ووئيل ’’امرېکن پاکستان پبلک افیرز کمېټۍ ‘‘ خپل قرارداد كښې له امريكا غوښتنه كړې چې هغه دې د مظلومانو مرستې له د هغوي آواز جوړ شي۔
متعلقہ مضامین
-
Indian Fascists have Crossed all limits: Gen Raheel Sharif
-
CM Punjab meets Speaker of Punjab Assembly and acting governor
-
Pakistan hopes Afghan peace talks will resume at the earliest
-
Indian Fascists have Crossed all limits: Gen Raheel Sharif
-
Pakistani community praised for their contribution to British society
-
Every detained MNA should be allowed to attend sessions: Abbasi
-
Imran to meet Trump twice during US visit
-
EU lawmaker for imposing trade and travel restrictions on India
-
Italian envoy hails PRCS humanitarian services
-
Provision of justice an important component of PTI manifesto: PM
-
Federal govt conspiring to divide Sindh: Khuhro
-
No threat to Sindh if federation issues directives for betterment: Haleem Adil