اسلام آباد 22 مئی (اے پی پی) د وزيراعظم د روغتيا صلاحكار ډاکټر ظفرمرزا وئيلي دي پاکستان څخه به ډير زر د پولیو وائرس ختم كړې شي، د لويو رنځونو كمولو لپاره كوټلې ګامونه پورته كېږي، د مور او ماشوم صحت ، تولیدی صحت او غذائی كمې ختمولو ته پام لرنه كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده جنیوا كښې ورلډ هیلتھ اسمبلۍ ته خپل خطاب کښې وكړه۔ ده ووئيل د صحت حفاظت د پاکستان او ټولې نړۍ محفوظولو او د ټولنې لاندې طبقو خذمت د قامی صحت وزارت مشن دے۔ د روغتيا صلاحكار ډاکټر ظفر مرزا ووئيل پاکستان فلاحی ریاست جوړول د وزیر اعظم مشن دے او پاکستان كښې د صحت يو ډول کوریج له په تندۍ سره پیشرفت روان دے۔ ده ووئيل پاکستان كښې پرائمری هیلتھ کیئر كښې ښه والې او د د پیمائش غوندې لوئې اقدامات كوو۔ ده ووئيل مونږ غريبانانو او بې وسه يو كروړ كورنيو له هیلتھ انشورنس وركولو له كار پيل كړې۔ ده ووئېل ریاست به په مجوزہ فهرست كښې د شاملو رنځونو درملنې له خرڅونه وركوي۔ده ووئيل مونږ په 66 ضلعو كښې هیلتھ انشورنس پيل كړې۔ ډاکټر ظفر مرزا ووئيل تر 2020 به د هېواد ټولو ضلعو كښې يو ډول هیلتھ انشورنس اسانۍ وركولې شي
متعلقہ مضامین
-
Imran tells US to sack Donald Lu
-
People cannot be left at mercy of ‘miscreants’
-
‘Brutal crackdown’: Imran Khan denounces raids on PTI leaders’ houses
-
Best facilities ensured for intending Haj pilgrims this year: Durrani
-
Malik’s case a stigma on Indian judicial system: Mushaal
-
Best facilities ensured for intending Haj pilgrims this year: Durrani
-
All institutions should carry out development work on Kartarpur: ETPB
-
90pc of Sherani’s forest fires contained: Farah
-
Polio refusal cases need special attention: DC
-
Long march ‘test’ for judges and ‘neutrals’
-
MPs panel approves ECP members from Punjab, KP
-
Hammad Azhar moves LHC against CM Hamza, IG Punjab