اسلام آباد 22 مارچ (اے پی پی) د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئېلي دي د ملائېشيا وزيراعظم مهاتير محمد د پاكستان دوره تاريخي اهميت لري٬د دې دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا قوي شي٬حكومت كاروبار كښې آسانۍ پېدا كولو له اقدامات كوي٬د سرمايه كارو لپاره ويزه پالېسۍ كښې آساني راوستلې شوې۔د جمعې په ورځ د پاك۔ملائېشيا سرمايه كارۍ فورم ته په خپل خطاب كښې عبدالرزاق داؤد ووئيل د حكوت معاشي اصلاحاتو ايجنډې سره هېواد كښې غېر ملكي سرمايه كاري كېږي٬ده ووئيل د ټېلي كام٬انفارمېشن ټېكنالوجي٬آټو موبائل او د هلال فوډز په څانګو كښې به سرمايه كاري كېږي او د ملائېشيا د لارې سوئېلي ختيز آسيائي هېوادونو تر منډيانو به رسنه ترلاسه شي۔ده ووئيل حكومت په كاروبار كښې آسانۍ پېدا كولو له اقدامات كوي هم دغه وجه ده چې د سرمايه كارو لپاره د ويزې پالېسۍ كښې آسانۍ راوستلې شوي ۔ده ووئيل د ښو پالېسو په وجه د هېواد سرمايه كاري زياېږې۔ده ووئيل د چين٬سعودي عرب٬قطر٬تركيې او ملائېشيا پشمول د نورو هېوادونو څخه سرمايه كاري راځي ځكه چې په هېواد كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې شته
متعلقہ مضامین
-
Water stress ‘very real danger’ for Pakistan: Sherry
-
Two Sikhs shot dead in Peshawar
-
President felicitates Muhammad bin Zayed on his election
-
Badar Shahbaz appointed social media focal person to Punjab CM
-
President felicitates Muhammad bin Zayed on his election
-
Two Sikhs shot dead in Peshawar
-
Pakistan reports third polio case of year from North Waziristan
-
Imran wanted to derail democracy: Senator
-
PM sets up task force on climate change amid heatwave, glacier melting
-
PM sets up task force on climate change amid heatwave, glacier melting
-
FM to attend meeting on global food security in New York
-
Balochistan CM decries uncontrolled forest fire in Musakhel