اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي قامې اسملۍ ته وئيلې دي د پارلمان د متفقه قرارداد په نتيجه كښې د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د پاكستان په حق او د هند په ضد قراردادونه منظور كړې ٬ هند ته د او آئي سي لخوا په كشمير كښې هندي ظلمونه په بې نقابه كولو تكليف رسېدلې٬ د او آئي سي اوسنيو قراردادونو سره هندې ظلمونه بې نقابه شوې ۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خبرو په مهال وفاقي وزير ووئيل د پارلمان د متفقه قرارداد په نتيجه كښې او آئي سي د پاكستان په حق او د هند په ضد قراردادونه منظور كړې او آئي سي چې په غونډه كښې چا ته د ګډون كولو بلنه وركړې وه ھغوي ګډون كولو سره هېڅ ترلاسه نه كړې شول٬ مونږ ګډون نه كولو سره ډېر څه ترلاسه كړې ٬ ده ووئېل د او آئي سي په دغه قراردادونو كښې د ايوان د بشپړه دريځ وضاحت موجود دے۔ ده ووئيل د اوږدې مودې راهسې هڅې روانې وې چې هند د مسلمانانو په نامه د او آئي سي غړې يا مبصر جوړ شي خو داسې نه شي كېدې ٬ آيا په اسرائیل او میانمر كښې مسلمانان نشته٬ ده ووئېل كه چرې دغه هېوادونه د او آئي سي غړي نه شي جوړېدې نو هند په هېڅ صورت د تنظيم غړې نه شي جوړېدې٬ دا د ايوان متفقه پرېكړه وه۔ شاہ محمود قرېشي ووئېل هندې خارجه وزيرې سشما سوراج څخه پوښتنه كېږي چې كه د او آئي سي غونډه كښې دغه قراردادونه منظورېدل وٶ نو بيا ته ابوظهبي ته څه له تللې
متعلقہ مضامین
-
Haleem Adil tipped as new leader of opposition in Sindh
-
UAE Ambassador assured Pak Energy Minister for working together for enhancing energy sector
-
UAE Ambassador assured Pak Energy Minister for working together for enhancing energy sector
-
UAE Ambassador assured Pak Energy Minister for working together for enhancing energy sector
-
Man kills cop on being told not to display weapon
-
Shell and K-Electric to explore possibility of Electric-Vehicle Charging Stations
-
FBR starts drive to identify sales tax evaders
-
Rimdan marketplace to link Iran to CPEC: CFITZO chief
-
Justice Qaiser Rashid sworn-in as PHC CJ
-
Justice Qaiser Rashid sworn-in as PHC CJ
-
Governor asks PDM leaders to forge unity against terrorism
-
Punjab, Balochistan partners in development process: Firdous