اسلام آباد 28 فروري(اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي حکومت هېواد كښې د كاروبار آسانۍ لپاره اقدامات كوي٬ د ټېكس نظام بهترۍ پشمول ځائي او غېر ملكي سرمايه كارو ته بېلا بېلې آسانۍ او مراعات وركوي۔ وفاقي وزير دا خبرې د زيارت په ورځ وفاقي وزير د سنګاپور كاروباري پلاوي سره كړې۔ ده ووئيل پاكستان سنګاپور ته په درنه سترګه ګوري او د هېواد په معيشت بېلا بېلو څانګو كښې د سوداګرو لخوا د سرمايه كارۍ هركلې كوي او په دې لړ كښې به هر ډول ممكنه مرسته او آسانۍ وركولې شي۔ په دې موقع د پلاوي مشر او د مډل اېسټ بزنس ګروپ چيئرمېن شمشېر زمان ووئيل د اوسني حكومت لخوا غېر ملكي سرمايه كارو لپاره آسانۍ او په دې لړ كښې موجود عزم او د خواهش له مخې د سنګاپور بزنس مېن سرمايه كارۍ لپاره ډاډګيرنه شوې ۔ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارتي او كاروباري روابط زياتولو په حاجت زور رواړو۔ پلاوي د پاكستان په انفراسټركچر ٬ انفارمېشن اېنډ كميونيكېشن ټېكنالوجۍ٬ صحت ٬ هېوائي مېدانونو او د بندر ځايونو د انتظام پشمول نورو څانګو كښې د سرمايه كارۍ كولو خوښۍ څرګنده كړه
متعلقہ مضامین
-
Man died, 8o injured in ammonia gas leak in Hafizabad
-
Pakistan, speaking for G-77/China, calls for tapping into older persons’ talents to boost global development goals
-
2,200 Sikh yatrees arrive for Vaisakhi
-
Public wants to forget ‘dark era of Imran govt’: Marriyum
-
Public wants to forget ‘dark era of Imran govt’: Marriyum
-
Maiz-soybean strip intercropping demonstrative area surges to over 400 acres in Pakistan
-
Teenager dies after not receiving timely treatment in THQ
-
PIA to launch direct flights to Australia from April 22
-
Profiteers fined for overpricin
-
PBM to provide scholarships to 400 students
-
PBM to provide scholarships to 400 students
-
Performance of anti-women harassment cell reviewed