اسلام آباد 26 فروری (اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم د شخړيز كشمير رابطه ډلې په سوئېلي آسيا كښې په تاؤ تريخوالي زياتېدو اندېښنه څرګنده كړې ده ٬د هندي قابضو ځواكونو د اړخه په بې ګناه كشميريانو د ظلم٬جبر٬د وژنو او په خاص توګه د كوچنيانو سره د زياتېدونكو پیښو يې سخته غندنه كړی ده ۔د رابطه ډلې ناڅاپي غونډه د نهې په ورځ په جده كښې وشوه كومه چې د ابوظهبي عرب اماراتو كښې د خارجه كونسل د 46مې غونډې نه وړاندې رابللې شوې وه۔د غونډې مشري د ستر سېكتر د اړخه اسسټنټ سېكټري جنرل سفير حميد اے اوپيلو ايرو د پاكستان خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه٬د آذربائيجان٬تركي٬سعودي عرب او د نائيجېريا مستقل غړو غونډه كښې ګډون وكړو۔دغسې په غونډه كښې د آزاد او جمو كشمير اولس مشر هم ګډون وكړو۔په خپلو خبرو كښې د او آئي سي سېكټري جنرل د اړخه اسسټنټ سېكټري جنرل حق خود اراديت پشمول د جائزو حقونو ترلاسه كولو له د جمو او كشمير اولس مرستې په حقله د او آئي سي د موقف پخلې وكړې شو۔دوي په دې خبره زور راوړو چې شخړه د او آئي سي د ملګرو ملتونو قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو ترمخه هوارول پكار دي۔په دې مهال خارجه سېكترې ګډون كوونكي د منطقې امن او سلامتيا ته د هند دړكو او د بې ګناه كشميريانو په ضد د هندي جبر او ظلم نه خبر كړو۔هغې د شخړيز كشمير اولس لپاره د پاكستان د سياسي٬اخلاقي او سفارتي مرستې پخلې وكړو دغسې خارجه سېكترې هند ته د خبرو اترو لپاره د وزيراعظم د وړاندېز هم ذكر وكړو۔د آزاد جمو كشمير صدر مسعود خان غړي كشمير كښې د هندي امنيتي ځواكونو د جبرانه پالېسو نه خبر كړل۔رابطه ډلې د شخړو هواري لپاره هند ته د وزيراعظم د خبرو اترو د وړاندېز ستائنه وكړه
متعلقہ مضامین
-
Nation united under the dynamic leadership of PM Imran Khan: Dr Yasmin
-
Int’l Conference on Linguistic, Literary and Pedagogical Turns held
-
Int’l Conference on Linguistic, Literary and Pedagogical Turns held
-
China and Pakistan sign MoU to enhance vocational training
-
China and Pakistan sign MoU to enhance vocational training
-
CM pays tribute to Pakistan Army martyrs
-
Students’ social guidance to make them useful citizens: minister
-
Pakistan Army defeated terrorism, kept a five times larger army at bay: Air Chief
-
Court issues arrest warrants against accused over Sindh House attack
-
Court issues arrest warrants against accused over Sindh House attack
-
Article 63-A clearly states defection from party is unconstitutional: CJP
-
Pakistan stresses deeper engagement with China