اسلام آباد 22 فروري(اے پي پي)پخواني وزيراعظم او د قامي اسمبلۍ غړې شاهد خاقان عباسي وئېلي دي د سندھ اولس پوښتنه كوي چې د سندھ اسمبلۍ سپيكر نيولې شوې٬په پنجاب اسمبلۍ كښې د سپيكر په ضد هم په نېب كښې كيسونه روان دي٬هغه ولې نه نيولې كېږي٬ د خواجه سعد رفيق پروډكشن آرډر نه جاري كول هغه د سيمې د نمائندګۍ څخه محروم ساتل دي٬سپيكر دې د هغه پروډكشن آرډر جاړي كړي٬د ګاز په بيعه كښې زياتوالې غېر ضروري دے٬اولس د ګرانۍ ښكار شوے٬اضافه دې بېرته واخستلې شي۔د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته ده ووئيل د وفاقي برخې يعنې سپيكر نيول جمهوريت لپاره خطر دے٬د هغه په ضد كوم هم كيس نشته٬د پنجاب اسمبلۍ په سپيكر د نېب كيسونه دي٬د سندھ اولس پوښتنه كوي چې زمونږ سپيكر ولې نيولې شوې او د پنجاب ولې نه دې نيولې شوې۔ده ووئيل خواجه سعد رفيق د دې اسمبلۍ غړے دے٬سپيكر سره خبره هم شوې٬ ده پوښتنه وكړه د هغه پروډكشن آرډر ولې نه جاري كېږي٬دا ايوان څه روايات لري٬په قامي اسمبلۍ كښې چې د اپوزېشن غړې خپله خبره مكمل كړي نو حكومتي وزير يا كوم نامزد نمائنده د هغې ځواب وركوي خو دلته د يو يو اپوزېشن غړي په ځواب كښې بېل بېل وزير خبره كوي٬ ده ووئېل په دې ايوان كښې درې پخواني سپيكران هم موجود دي٬هغوي څخه دې پوښتنه اوشي چې ايوان څنګه چلېږي٬شپږ مياشتې وشوې د قامي اسمبلۍ كومه كوټلي كاروائي نه شته ۔ده ووئيل د ګاز بيعه كښې زياتوالې غېر ضروري او ناسمه پريكړه ده دا دې بېرته واخستلې شي او دا معامله دې قائمه كمېټۍ ته ولېږلې شي
متعلقہ مضامین
-
Unrelenting CASOs make Kashmiris’ life miserable in Ramazan
-
Unrelenting CASOs make Kashmiris’ life miserable in Ramazan
-
Imran wants umpire, players and match of his own choice
-
PM assures exemplary punishment to culprits
-
PPP chairman Bilawal Bhutto to take oath today
-
Enmity with US would hurt Pak-US relations, says PM Shahbaz
-
General polls not possible before May 2023, hints ECP
-
President House sleeping with its eyes closed: LHC
-
Sanaullah expresses resolve to arrest perpetrators of Karachi blast
-
PM directs reinclusion of BISP beneficiaries unduly dropped by previous government
-
Time ripe for boosting Pak-US tech bonds: Ambassador Masood Khan
-
Four people held for selling dead chicken