دبئۍ 11 فروري (اے پي پي) د انټرنېشنل كركټ كونسل (آئي سي سي) په نوې ټي ټوئټي رېنكنګ كښې پاكستان لوبډله پرله پسې په وړومبي لمبر٬ د سوئيلي افريقې لوبډلې دوه درجې ترقي ترلاسه كولو سره درېم لمبر ته تللې٬ په بېټسمېنانو كښې بابراعظم ھغسې په وړومبي لمبر٬ د فخر زمان يوه درجه ټيټه شوې٬ روهت شرما درې درجې ترقي كړې٬ د كوهلي 4 درجې ټيټې شوې٬ په باٶلرانو كښې عماد وسيم 5 درجې ترقي كولو سره څلورم لمبر ته راغلې ٬ نيپال يوه درجه ترقي كولو سره يو اے اي څخه 14م پوزيشن ترلاسه كړې۔ د ګل په ورځ د آئي سي سي لخوا د جاري شوي رېكنګ له مخې د پاكستان لوبډله درې درجې د لاسه وركولو باوجود 135 پوائنټس سره په وړومبي لمبر ده ٬ هندۍ لوبډله دوه پوائنټس كمېدو سره 124 پوائنټس سره په دوېم لمبر ده او سوئيلي افريقه دوه درې درجې ترقي سره درېم لمبر ته رسېدلې٬ دغسې د انګستان او اسټراليا لوبډلو يوه درجه كمېدو سره په څلور او پنځم لمبر نېوزي لېنډ په شپږم ٬ وېسټ انډيز په اووم او افغانستان اتم لمبر ته رسېدلې ۔ په بېټسمېنانو كښې بابر اعظم په وړومبي لمبر كولم منرو په دوېم ٬ اېرون فنچ پهے درېم او ايون لېوس په څلورم لمبر موجود دې دغسې په باٶلرانو كښې راشد خان سرفهرست٬ د هند كلديپ ياديو د شاداب خان څخه دوېم لمبر ترلاسه كړې او شاداب خان درېم لمبر ته راغلې ٬ عماد وسیم 5 درجې ترقۍ سره څلورم او فهيم اشرف يوه درجه ترقي كولو سره په نهم لمبر ولاړ دے
متعلقہ مضامین
-
Farrukh thanks PM for giving right of vote to expatriates
-
Lok Virsa Pavillion at Education Expo 2022 attracted huge crowd
-
‘India posing threat to regional, world peace’
-
Lakes of KP a source of serenity to bolster tourism
-
Pakistan condemns illegal closure of educational institute in IIOJK
-
5th PATS Competition-2022 concludes at NCTC Pabbi
-
PM’s speech is an admission of ‘defeat’
-
Assemblies will complete their term
-
Fire in Lahore’s Pace shopping mall brought under control
-
Deaf Pakistani engineer develops sign language app for hearing impaired
-
Pakistan’s youth bulge to prove a big factor in economic growth: President
-
Deaf Pakistani engineer develops sign language app for hearing impaired