اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار وئيلي دې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت به د چين سرمايه كارو ته ټولې ممكنه آسانۍ وركولو لپاره ګامونه پورته كوي٬ د كركيلې په اړه جائنټ وېنچرز او بزنس ټو بزنس روابطو ته وده وركوٶ٬ د اتم جے سي سي په موقع د تفاهم په يادښتونو لاسليك سره به د سي پېك صنعتي مرسته وده ومومي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د چين سفير یاؤ جنګ سره په ملاقات كښې كړې۔ د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه اړيكو او د سي پېك د بېلا بېلو منصوبو د پېشرفت جاج واخستې شو٬ د چين سفير د سي پېك اتم جے سي سي په كاميابۍ كولو وفاقي وزير ته پېرزونئې وړاندې كړې۔ د ملاقات په مهال د سي پېك له مخې جوائنټ وېنچرز او د پاكستان برآمدات زياتولو لپاره په اقداماتو روانو ساتلو سلا راغله۔ په دې موقع 2019 د صنعتي ٬ سماجي ٬ معاشي او د زرعي مرستې كال وګرځولې شو۔ خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت به د چين سرمايه كارو ته ټولې ممكنه آسانۍ وركولو لپاره ګامونه پورته كوي٬ د كركيلې په څانګه كښې جائنټ وېنچرز او بزنس ټو بزنس روابطو ته وده وركوٶ۔ د چين سفير ووئيل د جے سي سي په توسط سره د هدفونو ترلاسه كولو لپاره سي پېك ته د پراختيا وركولو عمل ممكن شوې٬ سرمايه كارو لپاره د پاكستاني حكومت هڅې د ستائنې وړ دي۔ د چين سفير ياٶ جنګ ووئيل په لويه شمېره د چين سرمايه كار ډېر زر د پاكستان دوره كوٶنكي دي چې ورسره به دوه اړخيزه معاشي مرسته لا قوي شي۔
متعلقہ مضامین
-
Mazari addresses the 49th session of the UN Human Rights Security Council
-
Rangers organize free medical camp in Saudabad
-
IHC issues notices over Election Act amendments
-
Opposition to face defeat on No-confidence motion: Kanwal Shauzab
-
New mechanisms introduced for effective monitoring at police stations
-
PM Imran Khan takes most effective measures for welfare of masses despite COVID-19 crisis: Faisal Javed
-
Walk to mark Civil Defence day held
-
Govt taking special initiatives for physical & mental health of the children
-
Sanjrani seeks to bolster ties with African countries under ‘Engage Africa’ policy
-
President signs OGRA, Allied health professionals bills into Acts
-
Pak vs Aus: Haris Rauf tests positive for coronavirus
-
Relief Package: PM wins masses’ hearts, Nadeem Qureshi