اسلام آباد ۔ 16 دسمبر (اے پی پی) د آرمي پبلك سكول پیښور 4 كالو په بشپړ كېدو ګرد هېواد كښې د دعا دستورې وكړې شوې۔ په دې لړ كښې مركزي دستوره اے پي اېس پېښور كښې وشوه ۔ د دستورې پېل شهيدانو لپاره خاص دعا څخه وكړې شو۔ له دې پرته قومي سرود وغږولې شو۔ د پاك پوځ ډلې سلامي وړاندې كړه۔ قرآن خواني وشوه۔ د خېبر پختونخوا ګورنر شاه فرمان د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه ئې ولوستله۔ وروستو دې د شهيدانو دكورنيو كسانو سره او ځائي وګړو سره د هغوي په قرآن خوانۍ كښې شامل شو۔ ددې ورځې مناسبت سره د اولس مشر ډاكټر عارف علوي ٬ وزيراعظم عمران خان ٬ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ٬ خارجه وزير او د داخله چارو دوهم وزير وزير په شمول د مهمو شخصياتو پېغامونه نشراو شائع كړې شول۔ په 16 دسمبر كال 2014ء 6 ترهګرو په آرمي پبلك سكول بريد كولو سره د 132 كوچنيانو په شمول 149 كسان شهيد كړې وو۔ ددې پېښې څلور كلونو په بشپړه كېدو د شهيدانو په ياد كښې د دعا دستورې وكړې شوې۔ دې شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو له د كراچۍ وګړو د لاس ليك مهم پېل كړې په كوم كښې چې د چیف جسټس آف پاکستان جسټس میاں ثاقب نثار په شمول د مهمو شخصياتو لاس ليكونه او تاثرات اخستې شوي دي۔
متعلقہ مضامین
-
Mother Languages Literature Festival: 10 prominent legends to be awarded
-
Rapist convicted
-
HBL PSL 7: Behroze Sabzwari finds differences among Karachi Kings squad
-
PCB chairman Ramiz Raja invites PM Khan for PSL 7 final
-
PBM steering welfare programs: MD
-
No house robbery reported in Islamabad since Dec: IGP
-
Over 12,000 lawyers of Rawalpindi get health card: Babar Awan
-
KMU plans to establish Int’l campus at Kabul
-
15 million in need of refractive and optical services
-
CCPO visits Qaddafi Stadium to review PSL security
-
KMU plans to establish Int’l campus at Kabul
-
Punjab and California declared ‘sister states’