مکه مکرمه 14 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي مونږ په پاکستان كښې بهرنيو سرمايه كارو له د سرمايه كارۍ موثره نظام وركوٶ٬ د ون ونډو په شكل كښې اوږد او پېچلې نظام سرمايه كارو لپاره لا آسانوٶ دغسې چې د وخت بچت اوشي او سرمايه كارو ته غوره آسانۍ وركړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستاني ورورولۍ نمائندګانو پلاوي سره خبرو كښې وكړې۔ په پلاوي كښې د ميډيا٬ تعميراتي څانګې ٬ بېنكنګ ٬ خواري كښې طبقې او د اكاٶنټنګ سېكټر ٬ ډاكټرز او د تدريسي څانګې نمائندګان شامل وو۔ اولس مشر د پاكستان په معيشت كښې بهر هېواد كښې د پاكستانيانو د كردار ستائنه كولو سره ووئيل ھغوي قېمتي زرمبادله خپل وطن ته رالېږلو سره د هېودا خدمت كوي۔ ده د زرمبادلې د بانك د لارې پاكستان ته د رالېږلو په حاجت زور رواړو دغسې چې د دوي د سخت محنت ګټه د پاكستان معيشت كښې د پرمختګ محركه شي۔ اولس مشر ووئيل مونږ بدلون لپاره راغلې يوو او مونږ ټولو له به دغسې بدلون پېل كول وي۔ د پاك سعودي معاشي اړيكو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل سعودی عرب په هر سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې ۔ د پاكستان او سعودي د پخوانو اړيكو بنياد د دواړو هېوادونو اولس ترمينځھ رابطه او د پاكستاني اولس حرمېن شريفېن سره مينه ده۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو په معيشت كښې دا مماثلت دے چې د دوئي 50 فيصده څخه زياته آبادي په ځوانانو مشتمله ده كوم چې يو لوئې صلاحيت دے او دا ځوانان د خپل هېواد معيشت كښې مثبت كردار ترسره كولې شي او دوئي ته بايد د كار موقعې وركړې شي۔ بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو ډېټا بېس په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل دوئي خپل هېواد لپاره يوه اثاثه دي او په بهر هېوادونو كښې د پاكستان سفيران دي او مونږ به په يقيني توګه دوئي پرمختيائي عمل كښې شاملوو او د دوئي تجربو څخه به بشپړه ګټه پورته كولې شي۔ اولس مشر د كميونټۍ لخوا پورته كړې مسئلې نوټ كړې
متعلقہ مضامین
-
China impressed by CPEC Authority work under Asim Saleem Bajwa
-
Webinar highlights religious tourism potential in Pakistan
-
Pakistan a major world player due to its foreign policy: Faraz
-
Tough security for IIOJK’s first vote since special status cancelled
-
Govt, opp at odds over PDM’s November 30 rally in Multan
-
OIC’s Niamey Declaration calls for Kashmir settlement as per UNSC resolutions
-
OIC’s Niamey Declaration calls for Kashmir settlement as per UNSC resolutions
-
Female Lawyer aerial firing video goes viral
-
Deeni Madaris to follow government decisions
-
OIC Foreign Ministers decide to hold the 48th CFM Session in Islamabad in 2021: FO
-
PDM vows to hold rally in Multan today
-
Baba Guru Nanak’s birthday celebrations begin amid tight security