اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) چین په ډاګه كړې ده چې د چین پاکستان د ملګرتيا ختمولو هڅې به كله كاميابې نه شي٬ حقائقو يو ځل بيا ثابت كړې چې سدا بهار ملګرتيا د غرونو نه لوړه او د سمندر نه ژوره ده٬ پاكستان د هېواد سلامتيا او استحكام په ځائ ساتلو او پاكستان كښې د چين د وګړو تحفظ د باوري كولو بشپړه صلاحيت لري۔ دا خبره د چين د خارجه وزير وياند ګېن شوانګ د نهې په ورځ كراچۍ كښې د چين په قونصليټ د ترهګرۍ د بريد پحقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې وكړه ۔ وياند ووئيل زه په ډاګه كول غواړم چې د پاكستان چين ملګرتيا د ختمولو هره هڅه به كله هم كاميابه نه شي ۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو اولس يو بل سره اوږه په اوږه ولاړ دي۔ چین او پاکستان سدا بهار ستراتېژك پارټنرز دي۔ وياند ووئيل چې په دې خبره كلك باور لرو چې پاكستان د هېواد سلامتيا او استحكام په ځائ ساتلو او پاكستان كښې د چين د وګړو تحفظ د باوري كولو بشپړه صلاحيت لري۔ وياند ووئيل د چين حكومت د قونصليټ جنرل موثره تحفظ لپاره په سمدستي توګه او په پرېكنده اقداماتو د پاكستان مننه كړې ده ٬ او د دې نه علاوه پاكستان كښې يو شمېر چنيائي وګړو ٬ ادارو او د چين پشمول ګرده نړۍ كښې د چين وګړو د فنډ رېزنګ هلې ځلې پېل كړې
متعلقہ مضامین
-
Opposition failed to activate public against PTI: Asad Umar
-
Minorities equal citizens of Pakistan: COAS
-
Equal opportunities for women must be guaranteed: Ibrahim Hasan
-
Effective implementation of directives resulted in 15 per cent decrease in tomato price: Farrukh
-
125 corona patients under treatment in Peshawar Hospitals
-
Polices traces blind murder case of Advocate Taif Khan
-
Fawad grieved over demise of senior journalist’s wife
-
Good morning, night messages also fall under harassment
-
Social media helped rescue poached leopard cats from Karachi: Amin
-
NCHD, UNICEF ink agreement for feasibility study on KP’s education requirements
-
India using UN to malign Pakistan amid criticism of its anti-Muslim rights abuses in Kashmir: Observers
-
Production of banana increases in Pakistan