اسلام آباد 12جولائی (اے پي پي) پاكستان يوځل بيا د دې عزم پخلې كړې كشمير د پاكستان د خارجه پالېسۍ مهمه ستن ده٬د كشمير په اړه د پاكستان په پالېسۍ كښې كوم بدلون نه دې راغلې٬پاكستان به د خپلواكۍ حق لپاره هلو ځلو كښې د كشميري اولس سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي٬د هند د اړخه په بليك ماركيټ كښې يورنيم خرڅول د تشويش وړ او سنجيده معامله ده٬دافغان شخړې پوځي حل ممكن نه دے٬په افغانستان كښې روغې جوړې له د ټولو هڅو ملاتړ كوو٬طالبان خبرو اترو ته كېښنول د ټولو هېوادونو شريكه ذمه واري ده۔د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خبريالانو د بېلو پوښتنو ځواب وركولو سره د خارجه دفتر وياند ووئيل د كشمير په اړه زمونږ خارجه پالېسۍ كښې كوم بدلون نه دې راغلې٬كشمير زمونږ د خارجه پالېسۍ مهمه ستن ده۔وياند ووئيل كشميري اولس د 1947 راهسې په مړانه د هندي ظلمونو مقابله كوي۔ده ووئيل د جولائي په اتمه نېټھ د برهان واني د شهادت دوه كاله پوره شوي او په دې دوو كلونو كښې پھ كشميريانو هندي ظلمونو كښې كم نه دې راغلې٬نړيواله ورورولي دې د هندي ظلمونو نوټس واخلي۔د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان په دې خبره باور لري چې د افغان شخړې كوم پوځي هوارے ممكن نه دے٬يوازې د افغانستان حكومت او اولس په مشرۍ كښې په افغانستان كښې پوخ امن راتللې شي۔وياند ووئيل طالبان خبرو اترو له راوستل د امريكې پشمول د ټولو هېوادونو شريكه ذمه واري ده۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د هند د اړخه په بليك ماركيټ كښې يورنيم خرڅول د تشويش وړ او سنجيده معامله ده
متعلقہ مضامین
-
Accountability biggest issue for incompetent league: Gill
-
Punjab approves two uplift schemes in health, irrigation sectors
-
Accountability biggest issue for incompetent league: Gill
-
Nomad Gallery Art exhibition attracting people
-
Chaman-Spin Boldak border to reopen from Tuesday: Mansoor Ahmad
-
Vivian Richards, David Gower praise Pakistan team in meeting with PM Imran Khan
-
CTD gun down four TTP terrorists in overnight operation
-
CTD gun down four TTP terrorists in overnight operation
-
COMSTECH to celebrate ‘World Science Day for Peace & Development’
-
Fawad expresses felicitations to media for responsible coverage during TLP crisis
-
Chinese embassy holds short video creation contest
-
Govt expected to hike power tariff rate by Rs1.68