اسلام آباد 25 اګست (اے پی پی) پاكستان په سمجوته ايكسپرېس كښې د ككړ كرنل پروهت پشمول د هندي انتهاخوښو خوشې كېدو د اندېښنې څرګندونه كړی او وئېلې يې دي چې كرنل پروهت د هندي پوځ ملاتړ لرلو٬د هند انتهاخوښي د هند په ادارو كښې ننوتلې دي٬ د امريكائي تورونو په عجلت سره د ځواب وركولو ضرورت نه وو٬پاكستان د ترههګرو د ټولو ډلو په ضد د كوم فرق نه بغېر كاروائي كوي٬په افغانستان كښې امن او استحكام د پاكستان په ګټه دې۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند محمد نفيس ذكريا د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خبريالانو د بېلا بېلو پوښتنو ځوابونه وركولو سره ووئيل چې د امريكې په پالېسۍ ځواب لپاره د كابينې په غونډه كښې بحث شوې۔د قامي سلامتيا د كمېټۍ د غونډې پريكړه شوې وه٬كمېتۍ ځواب وركړې او تورونه يې رد كړې دي٬مونږ ته په عجلت كښې د ځواب وركولو ضرورت نه وو۔وياند ووئيل چې مونږ د كوم فرق نه بغېر د ټولو ترهه ګرو په ضد كاروائي كړی۔امريكائي سناتورانو٬ د كانګرس غړو او د برتانيې عسكري كمانډرو ته مو د سوئېلي وزيرستان دوره وركړې او هغوي هلته په كاروائۍ د اطمينان څرګندونه كړی او د پاك پوځ كاميابۍ او قربانۍ يې ستائلې دي۔د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د افغانستان په اړه زمونږ واضح دريځ دې٬مونږ به په افغانستان كښې امن لپاره خپل كردار ترسره كوو ځكه چې په افغانستان كښې امن او استحكام د پاكستان په خپله ګټه دې۔ده ووئيل چې پاكستان په افغانستان كښې امن لپاره د خلوص سره هڅې كوي۔وياند وئيل چې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وړومبې دوره د سعودي عرب كړی۔خارجه وزير خواجه محمد آصف به هم ډېر زر د امريكې پشمول د منطقې د نورو هېوادونو دوره وكړي۔د امريكې د دورې د شيډول پريكړه لا تراوسه نه ده شوې٬د دې نه علاوه خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه هم په چين كښې د چين خارجه وزير او خارجه سېكتر سره ملاقاتونه كړې دي۔د امريكائي اولس مشر پھ پالېسۍ بيان پھ منطقه كښې د هند د كردار په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل چې په منطقه ګښې نوې شركتونه جوړېږي٬نوې پرمختګ او بدلونونه كېږي٬هند پھ منطقه كښې په رياستي ترهه ګرۍ كښې ككړ دې او په منطقه كښې د امن ضامن نه شي كېدې٬مونږ پھ تېر وخت كښې هم وئېلي دي چې هند ته په منطقه كښې د سلامتيا د ضامن كردار نه شي وركولې كېدې٬هند بېلا بېلو هېوادونو سره شخړی لري او د هند د په تخربي چارو مو د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره ډوزيئرز هم جمع كړې دي۔ده ووئيل چې نوې ډېلۍ افغان خاوره په پاكستان كښې د استحكام ختمولو لپاره كاروي۔د ووئيل چې په سمجهوته ايكسپرېس كښې د ككړو هندي انتهاخوښو خوشې كېدل زمونږ د دې دريځ تائيد وي چې كرنل پروهت د هندي پوځ ملاتړ لرلو۔د هند پوځ د ار اېس اېس ملاتړ هم كوي۔نفيس ذكريا ووئيل چې د كشمير د حريت مشرانو په غېر قانوني حراست او دوي ته د روغتيا آسانۍ په نه وركولو سختې اندېښنې لرو۔مونږ د تهاړ زندان ته د شبير احمد شاه په لېږلو او د هغه ژوند ته په ورپېښ خطر او د علي ګېلاني٬ياسمين ملك٬شبير احمد شاه او د آسيه اندرابي په حراست كښې په ساتلو اندېښنه لرو۔وياند ووئيل چې د هند لخوا د كشمير د جغرافيائي هيئت په بدلولو هم مونږ اندېښنه لرو
متعلقہ مضامین
-
LHC removes objection over Shahbaz’s plea; govt files petition for early hearing
-
Operation against water thieves will continue: Minister
-
Operation against water thieves will continue: Minister
-
Sindh govt, mafia patronage causes edible prices escalation in province: Farrukh
-
PM Imran, FM Qureshi, most active global leaders, fighting for Palestinian cause
-
President for promoting arts education to project Pakistan’s soft image
-
Govt gives media practical demonstration on EVMs
-
Govt gives media practical demonstration on EVMs
-
Imran Khan most incompetent PM in country’s history: Bilawal
-
Every additional day of PTI choking, drowning Pakistan further: Shehbaz Sharif
-
Pakistan, Thailand to work for free trade agreement
-
Yasmin Rashid for enhancing dengue surveillance testing