اسلام آباد ۔ 23 اګست (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د پاكستان او افغانستان په اړه پالېسي بيان د افسوس وړ او مايوسي خپرونكې ګرځولو سره وئيلي دي دا ډول بيان د پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د وركړې شويو قربانيو څخه سترګې پټول دي۔ د تېرو 17 كلونو څخه پاكستان د ترهګرۍ په ضد د فرنټ لائن هېواد كردار ترسره كولو سره او دې سيمې څخه د ترهګرۍ ناسور ختمولو له مهم كردار ترسره كړې كوم چې نړۍ د قدر په سترګه ګوري۔ د شورؤ په ورځ خپل يو بيان كښی ده ووئيل د پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد عزم په سوب د القاعده په ډول ترهګرو تنظيمونو له منځه تلل ممكن شوي كوم چې ټولې نړۍ له يوه مستقله خطره وه۔ وفاقي وزير ووئيل نن چې امريكا د كومې مالي او پوځي مرستې بندولو خبره كوي په دې لړ كښې بايد امريكا ته دا معلومه شي چې د تېرو 17 كلونو څخه د ترهګرۍ په ضد په روان جنګ كښې پاکستان د 100 ارب ډالرو څخه زيات زيان پورته كړې او دغسې د پوځي او عامو وګړو شهادتونو شمېره هند سره په 65 او 71 كښې شوي جنګونو څخه زياته ده۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان يو ذمه وار رياست دے او د سيمې او نړۍ په امن كښې خپل كردار ترسره كول خپل فرض ګڼي۔ ولې په داسې وخت كښې دا ډول بيان د پاكستان د ترهګرۍ په ضد د كاروايو حوصله ماتوي۔ ده ووئيل په پاكستان د تورونو لګولو په ځائې بايد افغانستان كښې د خپلې ناكامه حكمت عملۍ په حقيقت اډانه جاج واخستلې شي۔ ده ووئيل د 17 كلونو د خپلې ناكامۍ ملبه په پاكستان اچول سمه پالېسي نه ده۔ ده ووئيل افغانستان كښې امن په ځائې كېدل د پاكستان خوشحالۍ او معاشي پرمختګ له ضروي دے۔ او دې لپاره پاكستان ټول عمري په اخلاص هڅې كړې ۔ ده ووئيل امريكا بايد په دې پوهه شي چې افغانستان كښې د هند كردار پراخه كولو سره به نااعتبارۍ زياته شي بلكې پاكستان اولس به دا د خپل ځان په ضد يو سازش وګڼړي چې تر سېوري لاندې ئې هند مقبوضه كشمير كښې خپل غېر قانوني تسلط په ځائې ساتل غواړي او بلخوا د پاك چين اقتصادي راهدارۍ منصوبه لهع منځه وړل غواړي۔ ده ووئيل نړيوالو ورورولي بايد په دې پوه شي چې سوئيلي آسيا كښې امن تر هغه وخته په ځائې كېدې نه شي تر كومې چې د كشمير مسئله حل شوې نه وي۔ ده ووئيل پاكستان به خپلې قامي ګټې له د ترهګرۍ په ضد جنګ روان ساتي او نړيواله ورورولي بايد دې جنګ كښې د پاكستان ملګرتيا وكړي
متعلقہ مضامین
-
Moeed Yusuf appointed national security adviser
-
FM Qureshi leaves for New York to draw world’s attention on Gaza crisis
-
Govt to ensure best healthcare services for mothers and children: Dr Faisal
-
Every additional day of PTI choking, drowning Pakistan further: Shehbaz Sharif
-
Time for Imran Khan to look for an NRO: PML-N
-
Celebrities being ‘misled’ to keep cigarettes affordable for children
-
No NRO to corrupt mafia come what may: Imran
-
Six polio campaigns held despite Covid-19: Yasmin Rashid
-
Pakistan will continue do everything ensure Kashmiris achieve their aspirations: Dr Moeed
-
No connection to land involved in Ring Road project: Sarwar
-
Child missing for two weeks, found motionless in well
-
Pakistan says ready to provide optimum support to Gaza reconstruction