پېنډۍ 23 مئي (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير په سرکاري دوره المان ته رسېدلے٬ د المان اعلٰې پوځي او سول قيادت سره ملاقاتونو كښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د آئي اېس پي آر له مخې د المان د دفاع وفاقي وزارت كښې چيف آف ډيفنس جنرال کارسټن بريور د سرلښكر جنرال عاصم منير هركلے وكړو او د المان يوې چټك ډلې سرلښكر ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ سرلښكر د المان پوځ مشر لېفټيننټ جنرل الفونس ماس سره هم ملاقات كړے او د المان سرلښكر سره په ګډه ئې د آرمي کامبيټ ټريننګ سينټر ګارډ ليګن دوره كړې۔ د پوځ سرلښكر د سنټر د بېلا بېلو اړخونو د المان پوځ د نورو پوځونو ډلو ته د وركړې كېدونكې تربيې په اړه بريفنګ وركړو۔ ده په شهري جنګ د يوې مظاهرې مشاهده هم وكړه او د تربيې د بېلا بېلو سهولتونو ئې هم خارنه وكړه۔ سرلښكر د وفاقي چانسلر د خارجه پاليسۍ او د سلامتيا سلاحكار جېنز پلوټنر، د خارجه چارو دوهم وزير ټوبياس لنډر او د دفاع په وزارت كښې رياستي سېكتر نيل هلمر پشمول نور سول او عسكري مشرانو سره ملاقاتونه وكړل۔ د المان قيادت د ترهګرۍ په ضد جنګ او په منطقه كښې امن او استحكام برقرار ساتلو لپاره د پاك پوځ د كردار ستائنه وكړه ۔ سرلښكر د المان آرمډ فورسز کمانډ اينډ سټاف کالج، هېمبرګ دوره هم كوي او هلته به په كورس كښې د بېلا بېلو ګډون كوٶنكو زده كوٶنكو ته وېنا هم كوي دغسې چې د پاكستان د سيمه ايزې او د نړيوالې سلامتيا په تناظر كښې د ملګرو ملتونو په مشنز كښې د پاكستان د وسله والو ځواكونو په كردار رڼا واچوي
متعلقہ مضامین
-
Graft-buster goes after drug officials
-
Quaid mausoleum sanctity case: Court asks police to probe Maryam, Safdar
-
Haleem moved to hospital from jail over health issues
-
Haleem moved to hospital from jail over health issues
-
Pakistan, Sri Lanka agree to cement defence cooperation
-
Upcoming Cricket Superstars Of Pakistan
-
In Spain, hugs and sea air for Covid ICU survivor
-
PM tells Hafeez Shaikh to continue as finance minister
-
IHC throws ball in ECP’s court in Vawda disqualification case
-
25 to 30 int’l standard hotels to be ready in two years: Zulfi Bukhari
-
25 to 30 int’l standard hotels to be ready in two years: Zulfi Bukhari
-
A Woman of Great Substance