اسلام آباد۔9مئی (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د غوره سباؤن باوري كولو او د سياسي وېش او كركې ختمولو له د اجتماعي هڅو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي 9 مئی به د پاكستان په تاريخ كښې د يوې تورې ورځې په توګه ياد ساتلے شي۔ ځوانان د رياستي ادارو په ضد د راپارولو په ځاے به د دوئي صلاحيتونه د هېواد ګټې له كارول وي٬ ټول سياسي ګوندونه دې زغم او جمهوري اقدارو ته وده وركولو لپاره كار وكړي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ څخه د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ووئيل په 9 مئی په سياسي توګه راپارولے شوو سرکاري املاک او پوځي تنصيبات ته زيان ورسولو۔ صدر د 9 مئي د تشدد پیښو غندنه كولو سره ووئيل دغې پېښو سره د هېواد تاثر زيات وځپلے شو٬ دغې پیښو څخه يواځې هېواد دښمنه عناصرو خپل هدفونه سر كړل٬ دغه بريدونه د رياستي عملدارۍ ٬ د قانون حكمرانۍ او د ادارې كمزورې كولو هڅه وه۔ صدر مملکت آصف علي زرداری ووئيل سولئيز لاريونونه او تعميري تنقيد د جمهوريت روح دے٬ د پاكستان په آئين كښې د اجتماع او د رائے څرګندولو بنيادي حقونه وركړے شوي٬ بنيادي حقونه دې د آئين او قانون له مخې وكارولې شي۔ ده ووئيل د بنيادي حقونو په ناسمه توګه كارولو سره تشدد لپاره د راپارولو كومه هڅه به كله هم ونه زغملې شي۔ صدر مملكت د پاكستان په وسله والو ځواكونو او د هغې په ادارو د وياړ لرلو سره ووئيل پاكستاني وسله وال ځواكونه بېلو خطرو څخه د قام په دفاع كولو كښې تر ټولو وړاندې دي۔ د 9 مئی تشدد پیښو ذمه واران دې قانون سره مخ كړے شي۔ ده ووئيل پاكستان وړاندې څخه يو شمېر چېنلجونو سره مخ دے٬ د سياسي قوتونو غېر ذمه واره عمل پرمختګ زيانمند كړے۔ ده ووئيل ټول سياسي ګوندونه دې خبرو او د قام په سم لوري روانولو له كار وكړي٬ سياسي ګوندونه دې پارلیمان، میډیا او سول سوسائټی دې جمهوریت مضبوط كړي٬ د قانون حكمرانۍ ٬ زغم ٬ سياسي مكالمې او د شموليت كلتور ته دې وده وركړې شي ۔ صدر د رياستي ادارو په ضد په سوشل ميډيا په بدنيتي اډانه كمپائن د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل ځوانان د رياستي ادارو په ضد د راپارولو په ځاے به د دوي صلاحيتونه د هېواد ګټې له كارول وي٬ ټول سياسي ګوندونه دې زغم او جمهوري اقدارو ته وده وركولو لپاره كار وكړي
متعلقہ مضامین
-
Sultan seeks British PM’s role in resolution of Kashmir dispute
-
Development work starts on zero emission Red Line of KBRT
-
Rising cost of energy, taxation haunts ceramic tile industry
-
Plastic bags a major cause of environmental pollution: Wahab
-
Rising cost of energy, taxation haunts ceramic tile industry
-
Sultan seeks British PM’s role in resolution of Kashmir dispute
-
PAF to timely respond to enemy’s nefarious designs: Air chief
-
Haj package still lowest compared to other countries: DG
-
PAF to timely respond to enemy’s nefarious designs: Air chief
-
Safe working environment must be ensured for women: CS Sindh
-
PAC chief criticizes Imran for signing unfair deal with IMF
-
Noor Alam criticizes Imran for signing unfair deal with IMF