اسلام آباد۔7مئی(اے پی پی) د آئي ټي وزير مملكت شزه فاطمه خواجه وئېلي دي چې پاكستان قازقستان سره د آئي ټي او ټيلي كام په سيكټر كښې د مرستې په زياتولو كښې خوښي لري٬په دې اړه د دواړو هېوادونو ترمينځه جائنټ وركنګ ډله جوړول ضروري دي۔د نهې په ورځ د آئي ټي وزارت او ټيلي كام لخوا جاري شوي بيان له مخې د آئي ټي او ټيلي كميونيكېشن وزير مملكت شزه فاطمه سره په پاكستان كښې د قازقستان سفير يرزان كسټافن د هغې په دفتر كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې دوه اړخيزه چارو او د آئي ټي او ټيلي كام په سيكټر كښې په مرسته زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د قازقستان سفير سره په خبرو كښې وزير مملكت شزه فاطمه ووئيل چې پاكستان قازقستان سره د آئي ټي او ټيلي كام په سيكټر كښې مرسته زياتولو كښې خوښي لري٬په دې اړه د دواړو هېوادونو ترمينځه جائنټ وركنګ ډله جوړول ضروري دي۔دې ووئيل چې پاكستان او قازقستان ټېكنالوجي ټرانسفر او د آئي ټي پوهانو په ايكسچېنج پروګرام كار كولې شي۔شزه فاطمه ووئيل چې د پاكستان آئي ټي او ټيلي كام سيكټر كښې د سرمايه كارۍ موقعې موجود دي۔ په ملاقات كښې د آئي ټي او ټيلي وزارت اېډېشنل سېكرټري عائشه حميرا مورياني٬د سافټ ويئر هاؤس اېسوسي اېشن چيئرمېن محمد زوهيب خان او د انټرنېشنل كوارډينېشن ډائرېكټر جنرل٬د آئي ټي وزارت سيد جواد علي شيرازي هم موجود وو۔
متعلقہ مضامین
-
Graft-buster goes after drug officials
-
ECP to hear Ali Gillani’s leaked video matter on Thursday
-
Naundero Health Center face crippling issues
-
PTI to probe against party MNAs who voted for Gilani: Ismail
-
Haleem moved to hospital from jail over health issues
-
Promoted doctors of BPS-19 await posting, accuse department of corruption
-
Shibli terms Imran Khan upright, brave leader
-
In Spain, hugs and sea air for Covid ICU survivor
-
PM tells Hafeez Shaikh to continue as finance minister
-
Shehbaz’s daughter, son-in-law declared proclaimed offenders
-
IHC throws ball in ECP’s court in Vawda disqualification case
-
Tax depositors are encouraged to pay tax online. Mukesh Kumar Chawla