ریاض 28 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د نړيوال اقتصادی فورم خصوصی غونډي په سائیډ لائینز د سعودی عرب د سرمایه کارۍ وزير خالد الفالح،د سعودی عرب د خزاني وزير محمد الجدعان او د سعودی عرب د صنعت وزير بندر بن ابراهیم الخیریف جلا جلا ملاقات کړې ،ملاقات كښې اتفاق شوې چې سعودی عرب به په پاکستان كښې د سرمایه کارۍ نورې موقعې لټوي۔وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې پریس ریلیز له مخې د سعودی عرب د سرمایه کارۍ وزير وزیراعظم سره په ملاقات كښې وزیراعظم “پرائم منسټر آف ایکشن” ګرځولو سره ووئيلي چې مونږ ټول د هغه د کارکردګۍ او كار رفتار څخه خبر يو۔ده ووئيل هغه د پاکستان د پرمختګ مشن مخ په وړاندې بوځي په دې مونږ ټول د هغه ملګري يو۔د سعودی وزیر ووئيل د سعودی سرمایه کارو پلاوې به ډير زر د پاکستان دوره وكړي۔دې نه علاوه وزیراعظم او د سعودی د خزاني وزير په ملاقات كښې اتفاق شوې جې سعودی عرب به په پاکستان كښې د سرمایه کارۍ نورې موقعې لټوي۔د سعودی د خزاني وزير د سعودی عرب د اړخه د پاکستان اقتصادی پرمختګ لپاره د خپل حمایت پخلے وكړو ۔ ده ووئيل د پاکستان پرمختګ د سعودی عرب پرمختګ دے۔ده ووئيل سعودی عرب ویژن 2030 په اړه په حکومتی كچه اصلاحات کړې او مشکل پريكړې ئې كړي۔وزیراعظم سره د سعودی د صنعت وزير هم ملاقات كړې۔د سعودی د صنعت وزير د زراعت ، معدنیات، آئی ټی او په نورو څانګو كښې د پاکستان سره د اشتراك په اړه خوښي څرګنده كړي او په دې لړ كښې ئې د پیشرفت څخه خبر كړې۔ د سعودی د صنعت وزير ووئيل د سعودی نجی کمپنیو سره په پاکستان كښې د سرمایه کارۍ په اړه رابطې كوو او هغوې به ډير زر د پاکستان دوره وكړي۔د سعودی وزيرانو سره په خپلو خبرو كښې وزیراعظم د پاکستان په هر مشکل كښې په ملګرتيا كولو د خادم حرمین شریفین سلمان بن عبد العزیز آل سعود ،سعودی ولی عهد او وزیر اعظم شهزاده محمد بن سلمان آل سعود او سعودی وزیرانو مننه وكړه ۔ ده ووئيل زما په تير حکومت كښې د سعودی عرب د حمایت او مرستې په سوب زمونږ معاشی حالات ښه شوې ؤ۔ده ووئيل سعودی عرب او پاکستان د يو بل اسټریټجکي پارټنرز دي۔په دې مهال خارجه وزیر اسحاق ډار ، د خزاني وزير محمد اورنګزیب ، وفاقی وزیر عطاء الله تارړ ، وفاقی وزیر مصدق ملك ، وفاقی وزیر جام کمال خان او وفاقی وزیر اوېس احمد خان لغاری هم موجود وو۔
متعلقہ مضامین
-
Court approves plea seeking autopsy of Aamir Liaquat’s body
-
Dua Zahra’s father moves SC against SHC’s decision
-
PPP to form next govt in Centre
-
President returns Elections (Amendment) bill 2022 unsigned
-
Alleged rapist makes Tiktok video in lockup
-
ATM Issue, Federal Ombudsman orders Bank to pay citizen
-
PML-N came to power just to save Pakistan from bankruptcy: Muqam
-
Alleged rapist makes Tiktok video in lockup
-
PML-N came to power just to save Pakistan from bankruptcy: Muqam
-
Sacrificial animals start arriving in Rawalpindi
-
Alleged rapist makes Tiktok video in lockup
-
PML-N came to power just to save Pakistan from bankruptcy: Muqam