اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د قامي ورثه٬كلتور وفاقي وزير سيد جمال شاه وئېلي دي د مولانا ظفر علي ژوند زمونږ ټولو لپاره د لارې مشال دے٬د مولانا ظفر علي غوندې بهادر او په حق او رېښتيا قائم پاتې كېدونكې شخصيات زمونږ د قامي ورثې عظيمه سرمايه ده٬هغه اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري كښې د تحريك پاكستان لارښود مولانا ظفر علي خان 67مې كليزې دستورې ته وينا كوله۔د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير سيد جمال شاه او پخواني وفاقې وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري د دستورې خاص مېلمانه وو۔ د قامي ورثه٬كلتور وفاقي وزير سيد جمال شاه ووئيل د مولانا ظفر علي ژوند زمونږ ټولو لپاره د لارې مشال دے ځكه چې هغه د مظلوم غږ او تل د ظالم په وړاندې د حق كلمه وئېلې ده ۔ده ووئيل د مولانا ظفر علي غوندې بهادر او په حق او رېښتيا قائم پاتې كېدونكې شخصيات زمونږ د قامي ورثې عظيمه سرمايه ده٬ او ضرورت د دې خبرې دے چې ځوان كل د هغه د قدر او منزلت څخه په بهتر توګه خبر كړے شي دغسې چې د هغوي هم د هغه په اصول عمل كولو سره د هېواد او قام خذمت وكړي د كوم چې عملي مظاهره مونږ ته د مولانا ظفر علي خان په ژوند كښې تر نظر كېږي۔ده ووئيل د پاكستان معيشت دا مهال سخت وخت څخه تېرېږي۔ده په دې خبره زور راوړو چې ټول سياسي ګوندونه او سياسي مشران دې په ګډه هېواد د موجوده ستونزو څخه ويستلو لپاره خپل كردار ادا كړي دغسې چې پاكستان د منطقې يو قوي معيشت رامخې ته شي۔په دې موقع د اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري صدر احسن ظفر بختاوري هم وينا وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Sanjrani terms relations with Japan unique, historic
-
Education best investment for future of country: Italian envoy
-
Kamyab Jawan Programme targets being achieved: Khawar
-
Kamyab Jawan Programme making youth useful citizens: Sarwar
-
IHC seeks inquiry commission report in missing persons’ cases
-
Aleem Khan, Nawaz Sharif ‘discuss politics in London’
-
Man injures in road mishap
-
Lumpy Skin not zoonotic disease, reports about transmission in humans rejected
-
Govt. launches Gender Policy Framework 2022
-
Pakistan’s economy on path of sustainable growth: PM
-
DC for comprehensive crackdown against encroachment
-
Used phones sale by non-locals banned in Karachi