اسلام آباد۔13فروری(اے پی پی) صدر مملکت ډاكټر عارف علوي سينګال سره د تجارت ٬ معيشت او زده كړو په څانګو كښې د مرستې زياتولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي چې دواړه هېوادونه شريكو ګټو لپاره دوه اړخيزه تجارت او اقتصادي اړيكو ته د ودې وركولو بشپړه صلاحيت لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده سينيګال لپاره د پاكستان نومولې شوې سفير صائمه سيد سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان سينيګال په لوئيديزه افريقا كښې مهم هېواد ګڼي او غواړي چې دغې هېواد سره دې دوه اړخيزه اړيكې زياتولو له كوټلې هڅې وكړې شي۔ ده په نومولې شوې سفير زور راوړو چې هغه دې د دواړو هېوادونو ترمينځه په وزارتي كچه د دوه اړخيزه تبادلو انتظاماتو له كار وكړي۔ صدر مملكت د پاكستان او سينيګال ترمينځه د زده كړو په څانګه كښې د مرستې په زياتولو زور راوړلو سره ووئيل چې دا مهال 8000 غېر ملكي زده كوؤنكي د ورچوئل یونیورسټی آف پاکستان په بېلو پروګرامونو كښې زده كړې ترلاسه كوي او د سينيګال زده كوؤنكي هم د ورچوئل یونیورسټی او علامه اقبال اوپن یونیورسټی آن لائن او فاصلاتی تعلیم څخه ګټه پورته كولې شي۔ صدر مملکت نومولې شوې سفيرې ته دا هم ووئيل چې هغه دې د هند اقليت مخالف او مسلم دښمن پالېسيو سره سره د څو لسيزو څخه په مقبوضه جموں وكشمير كښې د هند ترهګري هم په ډاګه كړي۔
متعلقہ مضامین
-
CM reviews progress on economic zones project
-
Not registering an FIR tantamount to helping the oppressor: IGP
-
Tailgating or tolerance — Your weapon of choice to win the race?
-
FIR registered against UAF ex-VC, registrar
-
FIR registered against UAF ex-VC, registrar
-
CM reviews progress on economic zones project
-
Pakistan will not ‘back off’ from facilitation of Afghan peace: FM
-
WHO chief lauds Pakistan’s strategy to fight Covid-19
-
Soldier martyred in firing by terrorists in Waziristan: ISPR
-
Pakistan allows primary schools to resume classes from Sept 30
-
Afghan peace negotiator urges ‘new era’ in ties with Pakistan
-
NUML’s Rawalpindi branch opens