اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف شتمندو ته اپيل كړې چې د سيلاب ځپليو مرستي لپاره راوړاندې شي، ماشومانو له خوراك ته اړتيا ده، د يخښنۍ موسم بسترې او ګرمو كپړو ته اړتيا ده، وفاقي او صوبائي حكومتونه خپل ټول وسائل كاروي،ځپليو له 25 زره روپۍ سري سر په حساب سره 30 اربه روپۍ وركړې شوي،د برېښنا د دوه مياشتو بل بخښلې شوي۔د خالي په ورځ برتانيې ته تللو څخه وړاندې په نور خان هوائي ميدان د سيلاب ځپليو بحالۍ په اړه د جاج اخستلو غونډي ته وينا كښې وزيراعظم ووئيل سمرقند كښې شنګھائي مرستي تنظيم مشرانو غونډي په موقع چين، تركيې، ايران او سينټرل ايشياء مشرانو سره ملاقاتونو كښې سيلاب ځپليو په مرسته د هغوي مننه كړي دغسې د دغي هېوادونو د اړخه د نوري مرستي وړانديز شوې۔ وزيراعظم ووئيل دغه ټول مشران د حكومت د اړخه سيلاب ځپليو ريسكيو او بحالۍ كارونو څخه خبر كړې شوي۔هغوي ته وئيلي شوېچې خپلو وسائلو څخه په اربونو روپۍ په ځپليو خرڅ كړې شوي،ځپليو كورنيو له سري سر 25 زره روپۍ ورګړې كېږي ، دې لپاره وفاقي حكومت 70 اربه روپۍ بيلي كړې شوي چې پكښې 30 اربه روپۍ وركړې شوي ،دا روپۍ په نړيواله كچه په سپيځلي ډول بے نظير انكم سپورټ پروګرام د لارې وركړې كېږي،دې سره سره د زيان شريكه سروے هم روانه ده دغسې چې كوم هم حق دار د خپل حق څخه محروم نه شي،دې نه ځانله د ځپليو آباد كارۍ او برېښنا بلونه بخښلو په اړه حكومتي اقدامات څخه خبر كړې شو۔ ده ووئيل صوبائي حكومتونه هم د بحالۍ كارونو كښې بشپړه برخه اخلي۔
متعلقہ مضامین
-
Not registering an FIR tantamount to helping the oppressor: IGP
-
Healthy lifestyle can help reduce heart diseases, say: experts
-
CM reviews progress on economic zones project
-
FIR registered against UAF ex-VC, registrar
-
SC accepts appeal by Daniel Pearl’s family against Sheikh’s acquittal
-
Gulf companies keen to invest in Gwadar Free Zone: Asim Bajwa
-
Shehbaz behind bars, once again
-
Zardari, Talpur indicted in money laundering case
-
Opp submits requisition to convene PA session to discuss Shehbaz’s arrest
-
Indian army martyrs soldier, teenage boy along LoC
-
Opp submits requisition to convene PA session to discuss Shehbaz’s arrest
-
NAB to summon Maulana Fazl in assets beyond means inquiry