اسلام آباد 10 سستمبر (اے پی پی) نیشنل فلډ ریسپانس اینډ کمانډ سنټر چارواكو له مخې انفراسټرکچر ته په سندھ خېبرپښتونخوا كښې تر ټولو زيان رسېدلے دے٬ټول 6579 کلومیټر سړکونو، 246 پلونو او 173 دوكانونو ته زيات زيان رسېدلے ۔په ځپليو ضلعو كښې قمبر شهداد کوټ، جیکب آباد، لاړکانه، خیرپور، دادو، نوشهرو فیروز، ټهټهه ، بدین، کوئټه، نصیر آباد، جعفرآباد، جهل مګسی، بولان، صحبت پور،لسبیله ، دیر، سوات، چارسده، کوهستان، ټانک، ډی آئی خان، ډی جی خان او راجن پور شامل دي۔پاك پوځ د تېرو 24 ساعتو په مهال 17 پروازونو د لارې 90 ګير شوي كسان راويستې او 22.7 ټنه د مرستې سامان ئې سېلاب ځپليو ته رسولے ٬ترکی،متحده عرب امارات ، چین ،جاپان، قطر ،ازبکستان ،امریکه، بیلجیئم ، فرانس پشمول نړيوال عطیه وركونكو خوراک،داروګان، خیمې، بسترې او د نورو ضروري څيزونو پشمول سامان رالېږلے٬ یونیسیف، یو این ایچ سی آر، ډبلیو ایف پی او آر سی نه ټول 12 پروازونه راغلي ۔ نیشنل فلډ ریسپانس اینډ کمانډ سنټر چارواكو لخوا د خالي په ورځ د تازه شمېرو له مخې د موسم پيشنګوئي وركولو سره وئېلي دي د هېواد په زياتره سيمو كښې به موسم زيات ګرم او مرطوب ؤ ۔ شمالي ختيز پنجاب، بره خېبرپښتونخوا او په كشمير كښې په ځينو ځايونو باران شوے ۔د راتلونكو 24 ساعتو په مهال کشمیر، بره خیبرپختونخوا، اسلام آباد، پوټهوهار او ګلګت بلتستان كښې د تېزې سيلۍ سره د او باران امكان دے۔ او د هېواد په نورو سيمو كښې به موسم ګرم او مرطوب وي۔د انفراسټرکچر او نجی املاک زيان په اړه د این ایف آرسی سی چارواكو وئېلي دي تر ټولو زيات زيان سندھ او كے پي كے كښې رسېدلے۔ ټول 6579 كلوميټر سړكونو٬ 246 پلونو او 173 دوكانونو ته زيان رسېدلې۔د پاك پوځ د مرستې هڅو په اړه ووئيل تراوسه 463 آرمي ايوي اېشن چورلكو په بېلو سيمو كې ګير شوي كسان راويستي دي ۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال 17 پروازونو څخه 90 ګير شوي كسان راويستلې او 22.7 ټنه مرستې سامان سېلاب ځپليو ته رسولے شوے ۔دا مهال پي اے اېف په سندھ٬ نواب شاه، سکهر، میرپور خاص، تلهار، جیکب آباد، سهون، پرپتهو كښې په بشپړه توګه هلې ځلې كوي۔بلوچستان سمنګلی، قلعه عبدالله او قلعه سیف الله، پنجاب كښې په راجن پور او ډی جی خان كښې او په جی بی كښې ګلګت اسکردو، غذر، نلتر، ګها نچهے كښې، د خېبرپښتونخوا نوښار ، چارسده، خاصګی، سیدو شریف، شانګله، لارام ځپليو سيمو ته پام كوي
متعلقہ مضامین
-
NAB to summon Maulana Fazl in assets beyond means inquiry
-
Afridi urges UN to provide security to HR groups working in India
-
Senator Rehman Malik exonerated 2nd time from fake rape charges
-
GB govt decides against seeking army’s help for conducting polls
-
Federal cabinet meets today
-
IHC throws out plea seeking ban on Nawaz’s speeches
-
Kashmiris bear the brunt of Indian military blockade amid coronavirus
-
Record police encounters fail to deter robbers in Faisalabad
-
Pakistan, Turkey enjoy exemplary relations: Tahir
-
Peace in region linked to resolution of Afghan issue: Qureshi
-
Man arrested in killing of Ahmadi college professor
-
Admiral Amjad Niazi assumes command of Pakistan Navy