اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) وزير اعظم محمّد شهباز شريف په خاص سپارښتنه سيلاب ځپليو سيمو كښې د سترو لارو او رابطه سړكونو د بحالۍ كار په بيړني بنيادونو روان دې،وزير اعظم د مواصلات او سړكونو د بحالۍ كار نګراني پخپله كوي،په دې اړه هغه ته د ورځي په بنياد رپورټ هم وړاندې كېږي،وزير اعظم په سپارښتنه د مواصلات وفاقي وزير او نېشنل هائي وے اتھارټي چيئرمين د قامي سترو لارو بحالي باوري كوي،تيرو 15 ورځو په مهال څلورو واړو صوبو پشمول ګلګت بلتستان كښې سيلاب ځپلي ستري لاري بحال كړې شوي،مواصلات او رابطه سړكونو بحالۍ ته خاص پام لرنه كېږي۔ وزير اعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې وزير اعظم محمّد شهباز شريف په خاص سپارښتنه سيلاب ځپليو سيمو كښې سترو لارو او رابطه سړكونو د بحالۍ كار روان دې، وزير اعظم د مواصلات او سړكونو د بحالۍ كار پخپله نګراني كوي او په دې اړه هغه ته د ورځي په بنياد رپورټ وړاندې كېږي۔ د وزير اعظم په سپارښتنه د مواصلات وفاقي وزير او نېشنل هائي وے اتھارټي چيئرمين قامي سترو لارو بحالي باوري كوي۔تيرو 15 ورځو كښې د څلورو واړو صوبو پشمول ګلګت بلتستان كښې سيلاب ځپلي زياتره ستري لاري بحال كړې شوې دي۔ قامي ستره لاره N-15 مانسهره نه تر چلاس ټرافك لپاره بحال كړې شوي۔دغسې كراچۍ ننه تر چمن قامي ستره لاره N-25 كومه چې تر خضدار د سيلاب له امله ځپلې شوي هغه هم د ټرافك لپاره بحال كړې شوي۔ قراقرم هائي وے N-35 كوم چې ټرافك لپاره انډس كوهستان او هنزه ضلعو كښې بند وه هغه هم بحال كړې شوي۔ دې نه ځانله قامي ستره لاره N-40 كوئټه -نوشكي سيكشن ، قامي ستره لاره N-45 چكدره- دير سيكشن، انډس هائي وے N-55 راجن پور – تونسه او ډيره اسماعيل خان – پيزو سيكشنز ، N-65 سبي – كوئټه سيكشن، N-70 فورټ منرو سيكشن، N-90 الپوري- بشام سيكشن، N-140 ګلګت-شندور سيكشن او اسټريټجك هائي وے S-1 شنګوس په سيمه ټرافك لپاره بحال كړې شوي دغسې ځينې سترو لارو د بحالۍ كار تندۍ سره روان دې۔قامي ستره لاره N-50 ژوب-ډيره اسماعيل خان سيكشن،N-95 فتح پور -كالام سيكشن او موټر وے M-8 وانګو هلز -بانجا سيكشن د بحالۍ كار روان دې دغه لاري به ډير زر د ټرافك لپاره بحال كړې شي۔
متعلقہ مضامین
-
TTS faculty decries HEC ‘failure’ to resolve their issues
-
Tailgating or tolerance — Your weapon of choice to win the race?
-
CM reviews progress on economic zones project
-
SC accepts appeal by Daniel Pearl’s family against Sheikh’s acquittal
-
Gulf companies keen to invest in Gwadar Free Zone: Asim Bajwa
-
Zardari, Talpur indicted in money laundering case
-
Money laundering case: non-bailable arrest warrants for Shehbaz’s wife, daughter issued
-
Money laundering case: non-bailable arrest warrants for Shehbaz’s wife, daughter issued
-
Blast at iron scrap dealer’s junkyard kills 5 in Nowshera
-
Indian army martyrs soldier, teenage boy along LoC
-
Blast at iron scrap dealer’s junkyard kills 5 in Nowshera
-
Pakistan spending $10bn per annum for debt repayment