اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی)د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر مخدوم شاه محمود قریشي وئیلي دي د کشمیر مسئلې حل كېدو نه پرته په سیمه کښې امن نشي راتللے. د هند لخوا مقبوضه كشمير كښې د ودانۍ تناسب بدلولو ناوړه سازش په بشپړه توګه بې نقابه شوے۔ نړیوالې ټولنې له به مقبوضه كشمير كښې د روانو ظلمونو مخه نيولو له خپل فعال كردار ترسره كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د برطانېي د هاؤس آف لارډز غړي لارډ قربان حسېن سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د ملاقات په مهال مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په روانو سنګينو خلاف ورزو او د برطانېي پارليمنټ او په نړيوالو فورمونو د سفارتي هڅو په بابله د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل د برطانېي پارليمنټ په شمول د نړۍ مهمو پارليمانونو د مقبوضه كشمير په ناوړه صورتحال بحث د نړيوالې ټولنې لخوا زمونږ د دريځ توثيق دے۔ هغه ووئيل ګرده نړۍ كښې ژوند كوؤنكو كشميريانو د هند د 5 اګست 2019 يو اړخيزه او غېر آئيني ګام مسترد كړے۔ شاه محمود قرېشي ووئيل تېره ورځ د اګسټ په 5 مه نېټه كشميريانو وروڼو سره د يو يوالي څرګندونې له او د هند د يو اړخيزه ګامونو په ضد پاكستان كښې احتجاجي لاريونونه ووېستلې شوي ۔ پاكستان د هند په شمول د منطقې ټولو هېوادونو سره سوله ايزې اړيكې غواړي۔. هغه ووئی د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل پرېکړو او د کشمیریانو د هیلو له مخې د کشمیر مسئلې حل كېدو نه پرته په سیمه کښې امن نشي راتللے۔ خارجه وزير ووئيل منطقه كښې امن په بحالېدو له به هند له مقبوضه كشمير كښې په 5 اګست 2019 خپل پورته كړي يو اړخيزه ګامونه بېرته اخستل وي۔ خارجه وزير د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل او د سلامتي كونسل صدر ته د ليكلے شوو خپلو خطونو حواله وركولو سره ووئيل پاكستان به د كشميري وروڼو سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي مرسته روانه ساتي۔
متعلقہ مضامین
-
PIA issues SOPs for crew after flight attendants’ disappearance in Canada
-
BAP leader, brother die in Lasbela road mishap
-
Two Saudi-bound passengers arrested over fake Covid-19 test reports
-
Over half a million Covid-19 patients recover amid 90 percent revival ratio
-
Upper House passes Compulsory Teaching of Arabic Language Bill 2020
-
JUI-F refuses to ‘blindly’ support in-house change attempt
-
Breathtakingly beautiful: ICC shares pictures of Gwadar cricket stadium
-
PM declares war against ‘mafias’
-
HRCP for highlighting human rights violations in IIOJK
-
KASHMIR SOLIDARITY DAY
-
Vaccinate against coronavirus at ‘your own risk’, warns minister
-
Masood urges global media to highlight atrocities in IIOJK