اسلام آباد 21 اپريل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي پاكستان كښې زراعت، سيلګرۍ او د ځنګلونو په څانګه كښې انقلاب راولو،پاكستان نادرن ايرياز د سيلګرۍ په اعتبار سره قدرتي ښكلا لري،شندور،چترال ګلګت سړك سره به دلته انقلاب راشي۔ده د شورو په ورځ پېښور كښې د پېښور دره آدم خيل شندور سړكونو بحالۍ دستوري ته وينا كوله۔په دې موقع د كے پي كے وزير اعلي محمود خان او د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد هم خطاب وكړو۔وزير اعظم ووئيل د زراعت څانګه كښې جديد ټيكنالوجي به كارولې شي، د ايكړ په سر پيداوار به زياتوالې شي،زعفران او زيتون به نالولې شي، د سيلګرۍ د سيمو زوننګ به كولې شي۔ځنګلونو نالولو سره به د هېواد آمدن زيات شي،دې سره به ماحولياتي جدت كښې كمے راشي۔ ده ووئيل د سيلګرو لپاره انفراسټركچر او ريزارټ به جوړولې شي۔زونګ نه پس دلته به بائي لاز جوړولې شي دغسې چې د يوي تږ لارې له مخي دلته هوټلز جوړ شي۔ ده ووئېل سوئټزرلينډ زمونږ د نادرن ايرياز په مقابل كښې نيمه سيمه هم نه لري۔هلته به يو ترتيب سره هوټلز او نور ځايونه جوړ شوي او د كال 60 نه تر 80 اربه ډالره يواځي سيلګرۍ څخه ګټي دغسې زمونږ برآمدات 26 اربه ډالره دي۔ده ووئيل مونږ له به د خپلو سيمو تحفظ باوري كول وي،دلته د ځنګلي ځناور تحفظ به هم كول وي،نوي ځايونه به لټولې شي۔ده ووئيل سړكونه د ټولني د سوكالۍ عكاسي كوي۔د دې ضرورت هم وي خو په دې اړه ترجيحات ته اړټيا ده،تير وخت كښې حكمرانانو د سيلګرۍ پلو پام لرنه نه ده كړې ۔وزيراعظم ووئيل موبائل فون نړۍ بدله كړې اوس د كومي هم سيمي د سيلګرۍ ځايونو تشهير لپاره اشتهارات او فوټو ګرافرز خذمات ترلاسه كولو ته حاجت نشته،هلته تلوونكي كسان دغه كار پخپله كوي۔ده ووئېل د كمراټ يوه ويډيو په سوشل ميډيا اچولو سره په دو اوونيو كښې يو لكهه سيلګري هلته رسيدلي خو كمے د انفراسټركچر ؤ۔ ده ووئيل د سوات موټر وے د سوات بدلولو ذريعه كرځيدلي اوس به په ژمي موسم كښې هم سيلګري راځي،سيلګرۍ سره به پاكستان كښې معاشي انقلاب راشي
متعلقہ مضامین
-
PM, services chiefs get security briefing at ISI Headquarters
-
Forest department removes encroachments from 1000 acres of land in Kundah Forest
-
Capital running short of proper burial spaces
-
Support to Palestinians cardinal pillar of Pakistan’s foreign policy: Munir
-
Govt to work with church leaders against forced conversions, underage marriages
-
Govt increases HSD price by Rs4/litre
-
Pakistan safest country for Sikhs, other minorities: Qadri
-
SC rejects plea against Qazf proceedings in false rape case
-
Buzdar allows free treatment of ordinary citizens
-
National positivity ratio hits 8.5%; 2,046 patients critical
-
PM to review Pak-France relations in cabinet meeting today
-
PM approves setting up of Export Development Board