اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) په امريكا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد خان وئيلي دي چې ټرمپ انتظاميه دې هند په مقبوضه كشمير كښې د اوسنيو اقداماتو په بېرته اخستلو مجبوره كړي۔ نړيوال او نجي ټي وي سره په مركه كښې د پاكستان سفير اسد مجيد خان ووئيل چې امريكې واضحه كړې چې د كشمير په اړه ئې دريځ نه دې بدل شوے٬ هند د مقبوضه كشمير خاص حيثيت ختم كړے او د اولس مشر ډونلډ ټرمپ لخوا پاكستان ته د ثالثې دريځ كشمير متنازعه سيمه منل دي۔ پاكستاني سفير غوښتنه وكړه چې امريكا دې هند په مقبوضه كشمير كښې د اوسنيو اقداماتو په بېرته اخستلو مجبوره كړي او په مقبوضه وادې كښې په كشميريانو لګول شوي بندېزونه دې ختم كړي۔ ده ووئيل چې د هند د كومې هم اشعال ګرې ځواب ته تيار يو خو پاكستان داسې كوم اقدام كول نه غواړي چې په منطقه كښې امن لپاره خطر وګرځي۔ ده د نړۍ نه غوښتنه وكړه چې په هند مذاكراتو لپاره فشار واچوي۔
متعلقہ مضامین
-
Faisal Vawda submitted false affidavit in dual nationality case: IHC
-
PM tells Hafeez Shaikh to continue as finance minister
-
AMAN-21-The message resonates
-
Aman-21: the message resonates
-
UN bashes Iran’s deadly crackdown on Balochistan oil smugglers
-
Exorbitant fee of ICT colleges deprive students of higher education
-
Women Champions
-
A Woman of Great Substance
-
CM unhappy with south Punjab secretaries’ performance
-
Is it over for Ghani?
-
Pakistan takes India to task at UN for human rights abuses
-
PM got vote of confidence in NA ‘through coercion’