اسلام آباد 08 اګست (اے پی پی)د ريلوے وفاقی وزیر شیخ رشید احمد وئيلي دي د ريلوے وزارت د مقبوضه كشمیر په اړه د هند جاهلانه او احمقانه پريكړې په ضد د سمجھوته ایكسپریس بندولو پريكړه كړې ده ، ټرین واهګه پولې ته رسيدو سره هند په دې اړه خبر كړې چې خپل مسافر پخپل انجڼ ورسوي، د سمجھوته ایكسپریس ډبې پھ آختر كښې كراچۍ او نورو ښارونو ته د تلوونكو ټرینونو سره د لګولو سپارښتنه شوې ، مونږ امن غواړو خو په كشمیر كومه هم سمجھوته نه شي كيدې، د مودی سیاست د بابری جومات څخه پيل شوې ؤ او كشمیری ځوانان به هغه د خپلو وينو د لارې په لال قلعه كښې خښوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ نېشنل پریس كلب كښې خبري كنفرنس ته په خپل خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل د هند دې احمقانه پريكړې څه هم دا نتيجه ترلاسه كيدې شي جې جنګ هم كيدې شي خو مونږ جنګ نه امن غواړو او كه پھ مونږ جنګ مسلط كړې شو دغه به د پريكړې وړ حنګ وي۔ ده ووئيل تر څو چې زه د ريلوے وزير يم سمجھوته ایكسپریس به نه چلېږي، د نریندر مودی سیاست بابری جومات څخه پيل شوې ؤ او كشمیری ځوانانو به هغه د خپلو وينو د لارې په لال قلعه كښې خښوي۔ د ريلوے وزیر ووئيل بابا ګرونانك 550مې زېږدنې ورځ دستورې به په ننكانه صاحب كښې لمانځلې شي۔ په ننكانه ریلوے سټېشن به اضافی مېلمستونونه هم جوړولې شي دغسې چې د ټولې نړۍ څخه راغلې سكھ یاتریانو له آسانۍ وركړې شي۔ ده ووئيل د كشمیر په اړه هند او مودی سركار احمقانه او جاهلانه پريكړه ، هند د كشمیر په اړه د نړيوالو ادارو قراردادونو او شمله لوظنامې پشمول د ټولو دوه اړخيزه لوظنامو ته زيان رسولې په دې وجه به سمجھوته ایكسپریس عمر له بندولې شي، ده ووئېل تر څو چې زه د ريلوے وزير يم سمجھوته ایكسپریس به نه چلېږي۔ ده ووئيل په 2007ء كښې چې زه د ريلوے وزير ووم هغه وخت هم د مودی انتهاء خوښې ګوند او آر اېس اېس ورانكارو سمجھوته ایكسپریس سوزولې ؤ، دې څخه وړاندې هغوي د هند په ګجرات كښې هم مسافر ژوندي سوزولې وو۔ ده ووئيل اوس هم هر څه كيدې شي ، جنګ هم كيدې شي خو پاكستان جنګ نه غواړي ، امن غواړي خو كه په كشمیر به كومه سمجھوته نه كېږي او كه جنګ مسلط كړې شو نو دا به د پريكړې وړ جنګ وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب شیخ رشید ووئيل د منی لانډرنګ او د هېواد د غلو به احتساب كېږي، د مریم نواز نيول هم په دې لړ كښې يوه كړۍ ده
متعلقہ مضامین
-
PAF has capacity to timely respond to enemy’s nefarious designs: Air chief
-
Marriyum grieves over demise of senior journalist Ali Hamza
-
WASA flood response preparations for monsoon reviewed
-
Safe working environment must be ensured for women: CS Sindh
-
17 graduates awarded American High School diploma
-
PAC chief criticizes Imran for signing unfair deal with IMF
-
Metrological Center Quetta warns flood in northeast Balochistan
-
Collective efforts vital to save world from drought, ensure food security: President
-
Vegetable Exporters suggest for deal with Russia to swap surplus potato with wheat
-
US slams blasphemous remarks by BJP officials
-
Enforced disappearances: is there a state operating within state?
-
US slams blasphemous remarks by BJP officials