اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشید احمد د سمجهوته اېكسپرېس نه پس د تهر اېكسپرېس بندولو هم اعلان كولو سره ووئيل اوس به تهر اېكسپرېس پټلۍ د تهركول منصوبې لپاره كارولې شي٬ د لال حوېلۍ لال چوك سره د وينې تعلق دے٬ مونږ جنګ نه غواړو خو څوك چې د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو او د سلامتي كونسل قراردادونو سره نه وي ولاړ ھغه به غدار بللې شي ٬د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر بيان د نړيوال قوانين ٬ چارټرز او د كشمير پحقله د قراردادونو غماز دے٬ په مریم نواز د چوهدري شوګر ملز كېس دے ٬ زه دا اندېښنه لرم چې چوهدري شوګر ملز شريفې كورنۍ له شوګر نه كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ پي آئي ډي كښې د خبري كنفرنس په مهال وكړه۔ ده ووئيل تهر اېكسپرېس د كهوكهرا پار او موناباٶ ترمېنځه چېلدلو٬ د مير پور خاص نه به تر زيرو پوائنټ يوازې يو رېل ګاډې 11 بجې او په 55 دقيقي 200 هندي مسافر وړي او د ستنېدو په مهال به د زيرو پوائنټ نه پاكستاني مسافر راوړي او د دغې نه پس به دا رېل ګاډې عمر لپاره بند شي۔ ده ووئيل سمجھوته اېکسپرېس د وزیراعظم په اجازه بند كړې شوې او تر څو چې وزير يم نه به سمجھوته اېكسپرېس او نه تهر اېكسپرېس چلېږي۔ ده ووئيل د تهر د 133 كلوميټره پټلۍ د 13 اربه روپو په لګښت غزولې شوې وه اوس به دا پټلۍ تهر كول پراجېكټ لپاره كارولې شي او دې منصوبې لپاره پي سي ون جوړوٶ٬ ده ووئېل مونږ د هندي مسافرو د امنيت ضمانت نه شو وركولې۔ ده ووئيل د اختر نه پس به آزاد كشمير ته ځم او د چكوټهي پشمول د لائن آف كنټرول د ټولو سېكترو به دوره كوم۔ ده ووئيل چين زمونږ د هماليه نه لوړ ملګرے دے او ورسره
متعلقہ مضامین
-
Dua Zahra’s father moves SC against SHC’s decision
-
Dua Zahra’s father moves SC against SHC’s decision
-
PM commends Bilawal, COAS for fulfilling FATF conditions
-
ATM Issue, Federal Ombudsman orders Bank to pay citizen
-
Alleged rapist makes Tiktok video in lockup
-
Sacrificial animals start arriving in Rawalpindi
-
Govt to install solar water plants in Cholistan: Hamza
-
Govt to install solar water plants in Cholistan: Hamza
-
Pakistan faces fresh inflows of Afghan asylum seekers
-
Security forces kill six BLF terrorists in Paroom Operation: ISPR
-
LHC issues notice to Punjab IGP for disobeying court order
-
Construction underway at 10 sites of Dasu dam