اسلام آباد 24 جون (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د قطر امیر د اړخه پاكستان كښې يغ په نيغه سرمایه كارۍ او ډیپازټس لپاره 3 اربه امریكائي ډالرو وركولو په اعلان د پاكستان اولس او حكومت د هغه مننه كوي، دا د پاك قطر ملكیت نوې (اونر شپ) خپلولو اغاز دے كوم سره به چې دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شي ، وزیراعظم عمران خان ټوله نړۍ كښې د پاكستان تشخص، وقار، قامی سلامتیا او دفاع خبره كوي، ټوله نړۍ په عمران خان باور لري او نړيوال قیادت د وزیراعظم عمران خان سره ولاړ دے، د پاكستان يواځې كولو خوب ليدونكې به د ناكامۍ نه غېر هيڅ ترلاسه نه كړي، اسټېټس كو ختمول د وزیراعظم عمران خان وژن او پی ټی آئی ترجیح ده ، اېم این ایز په ووټونو ټاكلې شوي وزیراعظم ته سلیكټډ وئيونكې نه يواځې د هغه بلكه د ټول پارلمان سپكاوې كوي ، د يو پارلماني غړي په هيڅ دا د هغه فرض دې چې ووټ له عزت وركړي، د اوږدې مودې او په كوټلې روډ میپ اډانه د اشتهاراتو پالیسۍ ډرافټ به د ټول په مشاورت حتمی ګرځولې شي، د جولائی په دويمه اوونۍ كښې به د اشتهارات او سوشل میډیا پالیسی كابینې ته وړاندې كولې شي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان د ګل په ورځ كونسل آف پاكستان نیوز پیپر ایډیټرز (سی پی این ای) قائمه كمېټۍ غونډې ته خطاب او ميډيا سره خبرې كولې۔ د اطلاعات او خپرونو وزارت سيكتره زاهدہ پروین، پی آئی او طاهر خوشنود نه علاوہ د سی پی این ای مركزی قیادت او د سی پی این ای قامی او سيمه ايزو ورځپاڼو غړو غونډه مكښې ګډون كولو۔ د قائمه كمېټۍ غونډې مشري د سی پی این ای صدر عارف نظامی كوله چې پكښې د تيرې غونډې كارروائی منظوری، سی پی این ای هلو ځلو او پراجیكټس راپور او جائزه ، د سی پی این ای د ذیلی كمیټیو جوړولو ، د ویج بورډ په چارو ، د صحافت آزادۍ، د ورځپاڼو ادارو مالی بحران او د ورځپاڼو وېشلو ستونزو ، د حكومت میډیا اړيكو او په تنظیمی چارو غور وشو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د وزیراعظم خاص مرستيالې ډاكټر عاشق فردوس اعوان ووئيل حكومتی وياند تر هغه وخته موثر او فعاله نه شي كيدې تر څو چې د میډیا او حكومت ترجمانی برابر نه وي، میډیا له باور وركوو چې وزیراعظم میډیا عمر له خپل طاقت ګڼي او هم دغه د رابطې يواځنۍ ذریعه ده چې ورسره حكومت خپله بیانیه اولس ته رسولې شي ۔ دې ووئيل د وفاقی او صوبائی حكومتونو په ذمه د میډیا
متعلقہ مضامین
-
PTI govt. miserably failed to accomplish any project in Gwadar
-
Petition moved for appointment of GB governor
-
FIA seeks court order for arresting both Shahbaz and Hamza in money laundering case
-
FIA seeks court order for arresting both Shahbaz and Hamza in money laundering case
-
Pregnant woman gang raped by five men in Jhelum
-
Foreigners’ security cell to be set up in Islamabad
-
CM directs to complete surface water treatment project
-
CM directs to complete surface water treatment project
-
IWMI Pakistan sensitizes media on Pakistan’s water security challenges
-
CM directs to complete surface water treatment project
-
NDMA issues heatwave alert amid temperature spike up forecast
-
IWMI Pakistan sensitizes media on Pakistan’s water security challenges