اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د خارجه وزير شاه محمود قريشي او د قطر خارجه وزير شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني ترمېنځه د خالي په ورځ ملاقات وشو۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د مرستې په چارو خبرې وشوې۔ د ملاقات په مهال خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې قطر په پاكستان كښې د توان په بحران قابو موندلو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل چې په قطر كښې مېشته يو لا پنځويشت زره پاكستانيان د قطر په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل چې دا پاكستانيان د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پل كردار ترسره كوي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د قطر امير دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت نوې لارې پرانستل شي او سرمايه كاري به زياته شي۔ د قطر خارجه وزير د خپل هېواد لخوا په پاكستان كښې په سرمايه كارې كولو كښې خوښي څرګنده كړه۔ ده ووئيل چې د ده هېواد په قطر كښې كېدونكي فيفا 2022 نړيوال كپ لپاره د پاكستان څخه د يو لك نه د زياتو كسانو په راغوښتلو كښې خوښي لري۔
متعلقہ مضامین
-
5-year-old boy kidnapped for ransom recovered
-
IHC seeks affidavit from Mir Shakil in controversial advertisement case
-
IHC adjourns Shireen Mazari arrest case till June 16
-
Marriyum ridicules PTI for ‘Fall of Imran at D-Chowk’
-
Eight members of new Punjab cabinet take oath in first phase
-
PML-N’s Baligh Ur Rehman’s appointed as Punjab governor
-
PM Shehbaz leaves for three-day Turkey visit
-
Pakistan releases second humanitarian assistance to Ukraine
-
Marriyum ridicules PTI for ‘Fall of Imran at D-Chowk’
-
LHC adjourns hearing of petitions for removal of Hamza Shehbaz till June 1
-
LHC adjourns hearing of petitions for removal of Hamza Shehbaz till June 1
-
LCCI FG delegation meets Punjab governor